Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/12

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاویونګ د يک‌شنبې پر ورځ(د اپرېل ۱۱ مه) د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو خبرې کړې.

ضیا احمد تکل وايي، د چین استازي ژمنه کړې چې هېواد به یې پر نړیواله کچه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به یې له خپلې ونډې درېغ نه کوي.

تکل زیاتوي:«  د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي یو شیاو یونګ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت څخه د چین د دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل. د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي یادونه وکړه چې هېواد به یې پر نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به یې له خپلې ونډې درېغ نه کوي، ترڅو دلته په اقتصادي برخه کې مهم پرمختګونه رامنځته شي.»

یوشیاویونګ دغه راز د روانې میاشتې په پای کې مولوي امیر خان متقي ته د چين د سفر بلنه هم ورکړې.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې چين تل د خپلو ګټو لپاره کار کار کوي او په کړو ژمنو تر ډېره عمل نه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی یحی چاووش وايي: « چین تل له نوور هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پرمهال خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. ډېره موده کېږي چې چین د مس عینک کان قرارداد کړی، خو د استخراج، تولید او پروسېس لپاره یې عملي کارونه نه دي پیل کړي. همدارنګه چین په شمال کې د نفتو څاه ګانو قرارداد هم اخیستی، خو نفت تر استخراج وروسته په خامه بڼه پلوري او د پروسېس لپاره یې چاڼ ځایونه نه جوړوي.»

ځينې نور بیا وايي، چین له افغانستان سره په سیاسي اړیکو کې محطاطانه عمل کوي او نه غواړي له امریکا سره شريکې ګټې د افغانستان قرباني کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « چین له افغانستان سره په اړیکو کې نهایت محتاط دی. په تېرو څلورو کالو کې چې افغانستان کې رژیم بدل شوی، چا نه دي لیدلي چې چین د پانګونې یا کانونو د استخراج لپاره عملي ګامونه پورته کړي وي. چین له امریکا وېره لري، ځکه دوی له امریکا سره ټرېلیونونه ډالر معاملې لري او نه غواړي خپلې ګټې او مناسبات له افغانستان سره د اړیکو ساتلو قرباني کړي.»               

د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره چين یوازينۍ هېواد دی چې له سرپرست حکومت سره یې اړیکې ساتلې دي، خو سره له دې چې بېجېنګ اسلامي امارت پر رسميت نه دی پېژندلی، د دواړو هېوادونو سفارتونه په رسمي توګه فعال دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist