Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوشیاویونګ: د افغانستان سیاسي مسالې حل له ننګونو او فرصتونو سره مخ دی

یوشیاویونګ: د افغانستان سیاسي مسالې حل له ننګونو او فرصتونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/19

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازي یوشیاویونګ په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان د سیاسي مسٸالې حل له ننګونو او فرصتونو سره مخ دی.

نوموړی د افغانستان په اړه نړيوالو او سيمه ‌ييزو غونډو ته په اشارې وايي، د سيمې هېوادونه او ګاونډيان هڅه کوي چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پخلاينې په برخه کې مرستې وکړي.

هغه زياته کړې، د افغانستان سرپرست حکومت د دې هېواد حقیقت دی او په خبره یې لا هم په افغانستان کې ځيني وسله ‌والې ډلې فعالې دي.

له دې سره هم مهاله د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت چین ځانګړي استازي ادعاوې ردوي او وایي، په افغانستان کې هېڅ وسله ‌واله ډله نه شته.

هغه په دې اړه وايي: « افغانستان له چین سره ښې اړیکې لري او ترمنځ یې د اعتماد فضا رامنځته شوې ده. د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراخېدو په حال کې دي. دا تشویش چې ګواکي په افغانستان کې خپلسرې ډلې وجود لري، دا په ځای نه بولو. افغانستان اوس امن دی، دلته هېڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت کولو اجازه نه شته او افغانستان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له داخل نورو ته تهدید رامنځته کړي. په افغانستان کې له نیمې پېړۍ وروسته امن او استقرار راغلی او یو واحد مرکزي حکومت پر ټول افغانستان تسلط لري او باید د دې حمایت وشي. دا چې افغانستان تازه له خونړیو جګړو راوتلی او هم مهاله نړیوالې ټولنې هم پر افغانستان بېلابېل تحریمونه لګوي، د افغانستان د خلکو شتمني یې غصب کړې، دا ټول هغه عوامل دي چې په افغانستان کې یې فقر او بېکاري په یوه جدي ګواښ تبدیل کړي. خو له دې ټولو سره د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي ترڅو افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي. اوس هم هڅې روانې دي چې د کارموندنې په برخه کې پرمختګونه وشي، دغه راز د معلولینو، سوالګرو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره هم اسلامي امارت بودیجه ځانګړې کړې ترڅو د هغوی حمایت او ملاتړ وشي. دا طبیعي خبره ده چې جګړه ځپلي هېوادونه له دغسې ننګونو سره مخامخ کېږي، خو موږ مصمم یو چې له دې وضعیته به په یوه ښه لوري راووځو. موږ هم د چین هغه دریځ ستایو چې په افغانستان کې د عدم مداخلې له سیاست حمایت کوي. چین همیشه د افغانستان له خلکو سره د همکاریو شعار ورکړی او د افغانستان له اسلامي امارت سره یې ښې اړیکې دي. چین یوازینی هېواد دی چې تر ټولو زیات په اقتصادي برخه کې په افغانستان کې مصروف دی.»

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist