Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوري کوکوف: داعش له افغانستانه مرکزي آسیا ګواښي

یوري کوکوف: داعش له افغانستانه مرکزي آسیا ګواښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/29

په داسې حال کې چې د روسیې حکومت د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلې همکارۍ زیاتې کړې دي، د دې هېواد چارواکو په افغانستان کې د داعش د موجوديت ادعا کړې او دلته یې د دې ډلې پر فعاليت اندېښنه ښودلې.

د ياد هېواد د امنیت شورا د منشي مرستیال یوري کوکوف وايي، داعش ډله هڅه کوي چې له افغانستانه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ځان ورسوي او دا کار د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.

کوکوف زياته کړې، د داعش د دې هڅو مخنیوي لپاره باید د هېوادونو ترمنځ سیمه ‌ییزې امنیتي همکارۍ لا پیاوړې شي.

کوکوف په دې اړه ویلي: « سره له دې چې په افغانستان کې پراخې جګړې پای ته رسېدلې دي، خو لاهم داسې بې ‌ثباتي پاتې ده چې ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښوي. د اسلامي دولت ډلې هغه پلانونه ډېر د اندېښنې وړ دي چې غواړي ترهګري منځنۍ آسیا ته صادره کړي او  وروسته یې روسیې ته وغځوي.»

په ورته مهال سرپرست حکومت د مسکو اندېښنو ته په غبرګون کې وايي، دا ډول څرګندونې له واقعيت لرې دي او د داعش خراسان ډلې ځپلو لپاره لازم ګامونه پورته شوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا ډول اندېښنې په ځای نه دي چې داعش ډله په افغانستان کې مرکزیت یا د تهدید وړ پراخ نفوذ لري. د اسلامي امارت ځواکونو د داعش ډلې د هر ډول تحرکاتو او مرکز جوړولو مخه نیولې. دا ډول اندېښنې چې وخت نا وخت ښودل کېږي یا تشویشونه خپرېږي، دا دقیق نه دي او موږ یې ردوو.»

له بلې خوا، د  سیاسي چارو شنونکي د روسيې دې ادعا ته د شک په نظر ګوري او باور لري چې زبرځواک هېوادونه تل ورته ادعاوې د خپلو اهدافو د تعقيب په موخه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « سیاست سیاسي ثبات نه لري، دوی د خپلو سیاسي موخو لپاره هره شېبه او دقیقه کولی شي چې خپل سیاست ته بدلون ورکړي. نو د همدې لپاره باید د دوی خبرو ته ارزښت ور نه کړل شي.»

موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي و چې مسکو به د داعش خراسان څانګې پر وړاندې له سرپرست حکومت سره مرسته وکړي.

 ضمیر کابلوف د داعش ډله د روسیې او افغانستان ګډ دوښمن یاد کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist