Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/23

د ډونالډ ټرمپ د مرستیال معاون، سباسټین ګورکا ادعا کړې چې ګواکې اسلامي امارت له هغو امریکايي بندیانو چې له دوی سره په قید کې دي، د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.

ګورکا له بنده د ازاد شوي امریکايي تبعه جورج ګلېزمن د ازادېدو د کالیزې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه کې په دې اړه اسلامي امارت ته ګوت څنډنه کړې.

د نوموړي په ټکو، امریکا تر دې وراخوا د یرغمل کولو د پالیسۍ زغم نه لري او د امریکايي ځواکونو د اعلی سر قوماندان په توګه به د دې هېواد ولسمشر تر هغې غلی نه شي چې په خبره یې د افغانستان په بندخونو کې موجود ټول امریکايي اتباع ازاد شوې نه وي.
ګورکا زیاته کړې:« موږ د یرغمل کولو د پالیسۍ زغم نه لرو او زموږ د ځواکونو اعلی سرقوماندان به تر هغې غلی نه شي چې ډنیس کویل، محمود حبیبي، پاول اوربي او پولینسس جکسون یې د طالبانو له بنده بېرته نه وي ازاد کړي. کابله! تا ته خبر درکړل شو.»
له دې څو ورځې وړاندې د زندانیانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي ادام بویلر هم د پاتې درې امریکايي بندیانو د ازادېدو غوښتنه کړې وه او په دې تړاو یې خبرداری ورکړی و.
بویلر ویلي و چې اوسنی حکومت دې په دې اړه د امریکايي چارواکو حوصله نه ازمايي.
هغه ګوت څنډنه کړې وه که داسې ونه شي د ده په خبره افغانستان به هم د ایران او وېنزوېلا په برخلیک اخته شي.
زموږ له اړیکو سره سره اسلامي امارت د دې امریکايي چارواکي د څرګندونو په تړاو تازه څه ونه ویل؛ خو تر دې وړاندې یې د غیرقانوني نیونو په تړاو د امریکايي اتباعو نیول په کلکه رد کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « که افغان حکومت د رغنده او ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو په موخه د دغه بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړي؛ دا به د افغانستان د بقا، ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه‌کېدو او له نړۍ سره د تعامل لپاره یو غوره اقدام وي. »
د سیاسي چارو شنونکي د موضوع حساسیت ته په کتو د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د دې ستونزې پر حل ټینګار لري.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« که افغان او امریکایي لوری د دې موضوع په اړه خبرې او مذاکره وکړي او د حل یوې پایلې ته ورسېږي؛ دا کار به نه‌یوازې د جنګ او شخړو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي؛ بلکې د سیاسي پرمختګونو او اقتصادي ودې پیلامه به وي. »
دا داسې مهال ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روانې مارچ پر ۱۰مه اسلامي امارت د ناقانونه نیونو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ او ادعا یې وکړه چې اوسنی حکومت دغه څه د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې دغه پرېکړه په کلکه وغندله او د تاسف وړ یې وبلله. افغان لوري که څه هم تایید کړه چې ځینې بهرني اتباع د افغانستان د نافذه قوانینو د ماتولو په تور نیول شوي خو ویلي یې دي چې اسلامي امارت هېڅکله او د هېڅ هېواد وګړی د معاملې لپاره د وسیلې په توګه نه کاروي.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist