Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوتریش: له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ په پراخېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/20

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د مونیخ په امنیتي ناسته کې وویل،د القاعده او نورو ډلو لاسته زیاتې وسلې په ‌لاس ورغلي او له افغانستانه د ترهګرۍ پراخېدو ګواښ موجود دی.

ګوترش وايي، ترهګر د خپل فعالیت لپاره تر ډېره هغو هېوادونو کې د ځای موندلو په لټه کې دي،چې وضعیت یې حساس وي.

هغه زیاته کړې:« په ټوله نړۍ کې امنیتي ستونزې او د ترهګرۍ ګواښونه د زیاتیدو په حال کې دي. په سوریه کې داعش له ماشومانو د سپر په توګه کار اخلي. القاعده هم د قدرت ترلاسه کولو په لټه کې په ټوله نړۍ کې هڅې پیل کړي او د افغانستان له لوري هم د ترهګرۍ ګواښونه ورځ تر بلې زیاتیږي.»  

داعش وسله واله ډله چې تېرکال زیاته فعاله وه،واک ته د طالبانو رسېدو سره له فعالیت لوېدلې ده، سلګونه جنګیالي یې تسلیم شوي او اسلامي‌امارت ورته د یو ګواښ په سترګه نه ګوري.

اسلامي امارت بار بار د نړیوالو د اندېښنو په اړه ویلي، هیچاته اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او دا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې لاسلیک شوي تړون کې مهمه ژمنه ده،چې دوی پرې ولاړ دي. 

اخوا د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د ګوتریش  څرګندونې له حقیقت لرې ګڼي،چې ګواکې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« زما هېله له ملګرو ملتونو دا ده،چې نور دا هېواد او ولس  په ارامه پرېږدي. تر نن ورځې پورې د دې هېواد او ولس په اړه پرته له دروغو هېڅ رېښتیا خبره چا ونه کړه. ملګري ملتونه کولای شي او پرې پوهېږي هم،چې ترهګرې ډلې چېرته دي. د ترهګرو ډلو  ځاله او ماشینري پاکستان دی. دوی باید پر پاکستان فشار راوړي،چې دغو ترهګرو ډلو ته ځای ورنه کړي.»  

د امریکا متحده ایالتو مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ فرانک مکینزي هم په افغانستان کې د داعش وسله ‌والو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښوولې او په خبره یې مخ په زیاتېدو دي.

پوځي کارپوهان بیا وایي، نړیوال دې په هغو هېوادونو فشار راولي،چې له کلونو راهیسې د وسله‌ والو ډلو تر شاه لاس لري او ملاتړ یې کوي.

 د پوځي چارو کارپوه  محمد رادمنش وايي:«دا ښکاره خبره ده،چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د  ترهګرۍ پر وړاندې په صادقانه ډول ونډه واخلي، کنه نه یوازې ترهګري فعالیتونه په افغانستان کې بلکې په سیمه کې هم ځالې موندلی شي او هم یې فعالیتونه پراخه کېږي.»  

اسلامي امارت له تیرو شپږو میاشتو راهیسې په ټول هېواد واک ترلاسه کړی او د اوس لپاره داسې کومه وسله واله ډله فعاله نه ده،چې نوی حکومت وننګوي او له دې ځایه سیمې او نړۍ ته ګواښ پیښ کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist