Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوترس: له نړیوالې ټولنې غواړو افغانستان ته د نغدو پیسو تزریق لپاره شرایط وټاکي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/28

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترس روسیې ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان پر روان اقتصادي وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او له نړيوالې ټولنې یې غوښتي دي،چې افغانستان ته د  پیسو تزریق لپاره دې شرایط وټاکي.

ګوترس چې د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې ویلي، افغانستان کې د نغدو پیسو نشتون ستونزه خورا جدي ده او پر وینا یې چې دوی یاده ستونزه په الوتکو کې د ډالرو په استولو سره تر یوه  بریده حل کړې.  

ګوترس زیاتوي:« د نغدو پیسو په نشتون کې به د افغانستان اقتصادي نظام راوپرځیږي،چې تباه کوونکې اغیزې به یې پر عامو خلکو وي. موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو،چې د نغدو پیسو د تزریق لپاره دې شرایط وټاکي،هغه چاره چې موږ ترسره کړې ده. موږ افغانستان ته تر دې دمه ۵۰۰ میلیونه ډالر د الوتکو په مرسته استولي دي.» 

کوترس ویلي،د افغانستان مرکزي بانک او د امریکا متحده ایالتو خزانې وزارت سره پر ګډه کار کوي، تر څو د کنګل شویو پیسو خنډونه له منځه  یوړل شي. 

ګوترس همداراز ویلي، دوی نه یوازې د افغانستان خلکو لپاره کار کوي،بلکې له طالبانو سره هم پر ګڼو مسایلو په خبرو بوخت دي.

هغه زیاته کړې:« موږ له طالبانو سره پر بېلابېلو مسایلو جدي بحثونه لرو،چې په هغه کې د ټولشموله حکومت جوړل دي، داسې چې نه یوازې ښځې په کې ونډه ولري، بلکې تاجکان، ازبکان او هزاره هم په کې شامل وي. موږ له طالبانو سره د ترهګری ضد برخه کې هم جدي خبرې کړي دي، ترڅو افغانستان بیا د ترهګرو ځاله نه شي.» 

له  انتونیو ګوتیرس سربېره د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي،که طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي، دوی به یې په رسمیت وپیژني.

لاوروف ویلي، په اوس کې له طالبانو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پاللو په موخه د دواړو سفارتونو له لارې په اړیکه کې دي.

هغه زیاته کړه:«  د  دې لپاره چې موږ د افغانستا نویو واکمنانو د رسمیت پیژندنې برخه کې پرمختګ وکړو، اړتیا ده،چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ټول شموله حکومت جوړ کړي،چې په هغه کې نه یوازې قومي بلکې مذهبي ټول شمولیت هم ولیدل شي. موږ کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله  سره هم په اړیکو کې یو او هغوی له طالبانو سره مذاکراتو لپاره لیواله دي.» 

لاوروف ویلي، په افغانستان کې د شوروي حضور پر مهال ۱۴۰ لویې او وړې کارخونې جوړې شوې وې،چې د افغانستان اقتصاد د ملا تیر یې تشکیلاوه،خو ناټو د شل کلن حضور سره یوه دا ډول کارخونه هم جوړ نه کړه. انټونیو ګوترس له طالبانو سره په تعامل کې دوه مهم ټکي د نجونو د منځنیو ښوونځیو پریکړه یاده کړې،چې باید له سره واخیستل شي او ټولې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.

هغه ویلي، ښځو ته د کار اجازه ورکول بل هغه ټکی دی،چې دوی ته خورا اهمیت لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist