Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوترس: اسلامي امارت له ۱۰۰  زیات پخواني نظامیان وژلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د ملګرو ملتونو  په تازه راپور کې د یاد سازمان عمومي منشي انټونیوګوترس ویلي،اسلامي امارت عمومي عفوه بشپړه نه ده عملي کړې او د بښنې اصولو یې ترپښو لاندې کړي دي.

 راپور کې اسلامي امارت پر صحرايي محاکمو تورن شوی او ویل شوي، چې د تېرې اګسټ میاشتې له ۱۵مې نیټې راپدیخوا اسلامي امارت د تیر حکومت له ۱۰۰  زیات نظامیان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د  راپور  یوه برخه:«ملګرو ملتونو داسې باوري ادعاوې تر لاسه کړي دي،چې ګواکې طالبانو له ۱۰۰ زیات هغه کسان وژلي،چې د تیر حکومت ځواکونه وو او یا یې له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی وو. دغه وژنې د تیر اګسټ میاشتې له ۱۵مې نیټې را پدیخوا شوې دي.» 

د راپور په حواله په دغو کسانو تر نیمايي زیات کسان په صحرايي محاکمه کې له داعش او نورو وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور له منځه وړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور یوه برخه:« د وژل شویو کسانو دوه پر درېیمه برخه هغوی دي،چې پرته د محاکمې له پرېکړې وژل شوي دي. دغه کسان له بېلابېلو وسله والو ډلو سره د اړیکو درلودلو په تور له منځه وړل شوي دي.» 

اسلامي امارت بیا د ملګرو ملتونو دغه ادعاوې بې بنسټه بللي او رد کړې یې دي.

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له عمومي بښنې وروسته د دوی له خوا څوک نه دي وژل شوي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې یوه برخه:« کورنیو چارو وزارت دا ډول  راپورونه ردوي.اسلامي امارت له عمومي عفوې وروسته هيڅوک نه دی وژلی،ځينې پيښې چې موږ یې لرو، د تیرې ادارې نظامیان د شخصي دښمنيو پر اساس هدف ګرځول شوي،چې هغه پيښې هم ترجدي تحقیق او پلټنې او لاندې دي.» 

د ملګرو ملتونو په دغه تازه راپور کې ګوترس د افغانستان د روان وضعیت په تړاو هم اندیښنه څرګنده کړې او له افغانانو سره یې د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه یې کړې ده.  

انتونیو ګوترس همدا راز ویلي، داسې ښکاري،چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د کار او زده کړو له اساسي حقونو محرومېږي

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist