Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګنډاپور: د پاکستان حکومت له کابل سره د خبرو اترو اجازه راکړې

ګنډاپور: د پاکستان حکومت له کابل سره د خبرو اترو اجازه راکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/05

د پاکستان تر کنټرول لاندې خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې روانو ناامنيو هلته جدي اندېښنې پارولې دي او له همدې امله د خيبرپښتونخوا اعلی وزير ويلي، مرکزي حکومت يې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د خبرو اجازه ورکړې.

علي امين ګنډاپور په پېښور کې د پاکستان دفاعي پوهنتون يوې غونډې ته ويلي، د افغانستان وضعيت مخامخ د خيبرپښتونخوا پر وضعيت اغېز کوي او له همدې امله کابل سره له خبرو پرته، سيمه ‌ييز ثبات ناممکن دی.

د ګنډاپور په خبره، د افغانستان له چارواکو سره خبرې د اوږمهاله حل‌لارې ترلاسه کېدو لپاره اساسي شرط دی او ادعا کوي چې د همدې حساسيت په درک کولو سره يې له مرکزي حکومت د خبرو اجازه ترلاسه کړې ده.

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور زیاته کړې: « د اوږدمهاله حل لپاره له افغانستان سره خبرې مهمې دي او دا د دې سبب شوه چې فډرالي حکومت په دې اړه زما وړانديز ومني.»

خو شنونکي د نوموړي د هوډ برعکس نظر لري. دوی که څه هم د قبايلي سيمو په ناامنيو کې د افغانستان حکومت مسوول نه بولي، خو دا د ګنډاپور مسووليت ګڼي چې له کابل سره هر ډول مسايل د پاکستان د مرکزي حکومت له ادرسه تعقيب کړي نه د ايالتي حکومت.

د سياسي چارو شنونکی فريدالله ځاځی وايي: « د پښتونخوا معاملات هم تر ډېره د پاکستان له حکومت سره دي، نو ښه به دا وه چې د پښتونخوا وزیر اعلی دا مسایل له مرکزي حکومت سره شریک کړي وای او بیا د مرکزي حکومت له لارې کابل سره په تماس کې شوي وای.»  

ځيني نور شنونکي د ستونزو حل لپاره د افغان چارواکو او علي امين ګنډاپور ترمنځ خبرو ته خوشبين دي، خو په دې نه دي ډاډه چې ګوندې په پايله کې به يې د ګنډاپور په نوښت شوې پرېکړې پاکستان عملي کړي.

د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په پښتونخوا یا هم د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان او وزیرستانونو کې حالات دومره خراب دي چې پاکستان یې د کابو کولو وس نه لري؛ ځکه اوس دوی دا خبرې کوي.»

له دې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان هم د خيبرپښتونخوا اعلی وزير امين ګنډاپور ته چې د نوموړي د ګوند مهم غړی دی، سپارښتنه کړې وه چې کابل ته لاړ شي او له موجوده چارواکو سره د خيبرپښتونخوا پر وضعيت خبرې وکړي.

عمران خان په قبايلي سيمو کې د وضعيت ښه‌ والي لپاره د افغانستان پرحکومت سربېره، د يادو سيمو قومي مشرانو رول هم عمده ياد کړی او د مسليم ‌ليګ‌ (ن) ګوند په مشرۍ يې د پاکستان اوسني حکومت ته ويلي چې له دې حقيقت سترګې پټې نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist