Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګنډاپور: افغانستان ته د جرګې استولو لپاره د مرکزي حکومت اجازې ته په تمه یو

ګنډاپور: افغانستان ته د جرګې استولو لپاره د مرکزي حکومت اجازې ته په تمه یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/04

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت یو ځل بیا افغانستان ته د سیاسي او قومي مشرانو د یوې جرګې د لېږلو خبره کړې.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر په پېښور کې د اسلامي امارت له کونسل سره په ليدنه کې ویلي، افغانستان ته د جرګې لېږلو لپاره د پاکستان مرکزي حکومت تاییدۍ ته په تمه دی.

په راپورنو کې د علي ‌امین ګنډاپور له قوله ويل شوي، د تاییدۍ له ترلاسه کولو او د پروسو له نهايي کېدو وروسته به دغه کار ژر تر ژره ترسره شي.

ګنډاپور زیاته کړې:« موږ د فډرالي حکومت له لوري د جرګې د شرایطو تاییدۍ ته په تمه یو. له  تاییدۍ او نهايي کېدو وروسته به په نږدې راتلونکي کې جرګه افغانستان ته ولېږل شي.»

ګنډاپور له دې وړاندې ویلي و چې پلان لري د ۲۰۲۵زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې یو پلاوی افغانستان ته ولېږي او د بحث موضوعات به یې پر امنیتي مسايلو او سیمه ‌ییزې سولې باندې خبرې اترې وي.

ګنډاپور د تېرې فېبرورۍ پر ۱۵مه هم په دې اړه یوه مشورتي ناسته رابللې وه چې په کې د خيبر پښتوخوا ګڼو سیاسي او قومي مشرانو ګډون درلود.

د سیاسي چارو شنونکی ګل ‌آغا حسني وايي: « که له دې جرګې هدف دا وي چې په افغانستان کې افغانانو ته ووايي چې ګڼي دلته ترهګر دي او بیا له دې ځایه راځي او موږ ته ستونزې جوړوي، زه فکر کوم دا یو ناسم عمل دی او موږ یې ځکه نه تاییدوو چې نا امني د پاکستان خپله مساله ده؛ دوی باید خپل ولسونه دلاسا کړي، ستونزه به هواره شي.»       

افغانستان ته داسې مهال د یادې جرګې پر استولو ټینګار کېږي چې له دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو د چارو وزیر امیرمقام، دې خبرو ته په غبرګون کې له هېوادونو سره مذاکرات د ایالتي حکومتونو له صلاحیته پورته موضوع بللې وه.

یو شمېر شنونکي د پاکستان فډرالي حکومت د چارواکو دغه شان دریځ ته په کتو وايي، د پاکستان مرکزي اداره به هېڅکله د دې کار اجازه ورنه کړي.

په پاکستان کې آزاد خبریال طاهر خان وايي: « تر اوسه داسې ښکاري چې مرکز له دې خبرې سره اتفاق نه دی کړی. همدا وجه ده چې تر اوسه یاده جرګه نه ده استول شوې. د دې جرګې په اړه چې د خیبرپښتونخوا حکومت کوم وړاندیزونه مرکزي حکومت ته ورکړي وو، تر اوسه داسې ښکاري چې مرکز نه دي منلي.»

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې لاهم امنیتي اندېښنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه موضوع بلل کېږي.

هلته د هرې امنیتي پېښې وروسته پاکستاني چارواکي له کره شواهدو پرته د پړې ګوته سملاسي افغانستان ته نیسي؛ خو سرپرست حکومت بیا په ځلونو مقابل لوري ته داسې شواهد وړاندې کړي چې ثابتوي د داعش یو شمېر وسله ‌وال د پاکستان په روزنیزو کمپونو کې تر پوځي روزنې او ډیورند فرضي کرښې دې غاړې ته تر را اوښتو وروسته، نیول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist