Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګریفیټس: د افغانستان بشري ناورین مهار په موخه مو د ۴.۴ میلیارده ډالرو راټول پيل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/12

د ملګرو ملتونو بېړنیو مرستو مشر مارټين ګریفیټس وايي، د ۲۰۲۲ کال لپاره د افغانستان بشري ناورین د مهار کولو په  موخه د ۴ اعشاریه ۴ میلیارده ډالرو راټولول پیل کړل.

ګریفیټس وایي، دا پیسې په لنډمهالي ډول د وضیعت  کنټرول لپاره دي او  په خبره یې د افغانستان ستونزه د تل لپاره نشي حل کولی.

ګریفیټس زیاتوي:« دا یوه لنډ مهالې مرسته ده،خو دا په جدي ډول اړینه لنډمهالې مرسته ده،چې نن موږ نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړه. که دا پیسې موږ ته رانه کړل شي، افغانستان کې به نور راتلونکې موجود نه وي. موږ ته باید دا پیسې راکړل شي.»  

ملګري ملتونه وایي سږ کال ۲۲ میلیونه افغانان چې په دننه افغانستان کې او  ۵ اعشاریه ۷ میلیونه یې په پنځه ګاونډیو هېوادونو کې میشت دي،بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه ظاهرا غواړي،د دغو پیسو یو څه برخه پاکستان او ایران ته هم ورکړي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې  مشر فیلیپو ګرانډویلي، د افغانستان کډوال د دغه هېواد د ناورین سیمه ییز اړخ دی او دوی د یادو کډوالو سره د مرستې لپاره ۶۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

ګرانډو  زیاته کړې:« د دې لپاره چې په افغانستان کې وضیعت د ټیکاو لور ته یوسو، په هغه کې د بې ځایه شویو خلکو مسله هم شامله ده او د دې لپاره چې د کډوالو د ناورین مخنیوی وکړو، نړیواله ټولنه باید د افغانانو پر مخ باید د مرستو دروازې ونه تړي.» 

د ملګرو ملتونو بیړنیو مرستو مشر مارټین ګریفیټس  همداراز له نړیوالو غوښتنه کړې،چې په افغانستان کې دې د دوی د فعالیتونو د جاري ساتلو په موخه له دوی ملاتړ وکړي.

ګریفیټس زیاتوي:« زموږ بشري همکاران په افغانستان کې پر کارونو بوخت دي او له  ستونزو سربېره خپلو چارو ته دوام ورکوي. له موږ سره مرسته وکړئ،چې خپل فعالیتونه پراخ کړو، د لوږې، ناروغیو، خوارځواکۍ او بلاخره د مرګونو مخه ونیسو.» 

ملګري ملتونه په ورته مهال کې ګواښ کوي،چې دوی سره د دوی د پلان کړیو مرستو ملاتړ ونه شي او مثبت ځواب ورنه ړل شي،بل کال به د افغانستان لپاره د لس میلیارده ډالرو غوښتنه وکړي.

د اټکلونو له مخې،د افغانستان اوسنی وضیعت د ځمکې پر سر تر ټولو ناوړه بشري وضیعت دی،چې دمګړی په کې له نیمایي ډېر نفوس له سختې لوږې سره مخ دی او نهه میلیونه خلک یې بې ځایه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist