Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه

ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/31

د پکتیا مرکز ګردېز اړوند چوڼۍ، عبدالله کلا، فقیرخاک او شېخانو سیمو له ۱۰۰۰ ډېرو کورنیو ته د نهو ټرانسفرمرونو له لارې د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژه بشپړه شوه.

چارواکي وایي، دا پروژه شاوخوا ۴ زره کورنیو ته د برېښنا رسولو ظرفیت لري او هڅې روانې دي چې په دې ولایت کې نورو بې‌ برېښنا سیمو ته هم برېښنا ورسول شي.

د پکتیا برېښنا شرکت رییس، محمد انور راشد وايي: «  په دې پروژه باندې شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په نښلول کېدو سره به یې زموږ ۱ زر ۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.»

د پکتیا مرستیال والي، محمد انور دین پرور وايي: « خلک باید د پروژې اړوند پاتې پیسې ورکړو، ترڅو په دې پیسو نورو خلکو ته هم برېښنا ورسول شي.»

په ورته مهال، د مرکز ګردېز یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا رسونې د دې پروژې په بشپړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي چې تر دې وړاندې د برېښنا نه‌ شتوالي له امله ، ورځني ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. د دوی په خبره، د برېښنا نه شتوالي تر ډېره په زده‌کړو او روغتیايي چارو منفي اغېز کړی و.

د ګردېز اوسېدونکی محمد داود میاخېل وايي: « برېښنا د انسان د ژوند لپاره ډېر اهمیت لري او د هېواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې موږ له برېښنا برخمن شوو، موږ له دې ډېر خوښ یو.»

د ګردېز اوسېدونکی محمد عظیم شهاب وايي: « موږ له اوبو، تیارې او هرڅه سره په ستونزو کې وو. په تېر نظام کې زموږ ستونزو ته رسېدنه نه کېده.»

سره له دې چې دا مهال د پکتیا زرمت ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې پروژې چارې په چټکۍ سره دوام لري.

سیمه ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې په نږدې موده کې به د مرکز ګردېز سربېره، یو شمېر نورو لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم د ورداتي برېښنا د نښلولو چارې پیل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو
افغانستان

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم
افغانستان

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه
افغانستان

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي

اگست 31, 2026
خیبرپښتونخوا او بلوچستان د جبري ورکېدنې مخکښ ایالتونه؛ خلک د حکومت له وېرې د ورکېدنو قضیې نه ثبتوي
افغانستان

خیبرپښتونخوا او بلوچستان د جبري ورکېدنې مخکښ ایالتونه؛ خلک د حکومت له وېرې د ورکېدنو قضیې نه ثبتوي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist