Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګراهام: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل ښايي امریکا یو وار بیا د سېپټمبر ورته مرګونو پېښو سره مخ کړي

ګراهام: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل ښايي امریکا یو وار بیا د سېپټمبر ورته مرګونو پېښو سره مخ کړي

shamshadnews by shamshadnews
2023/04/12

د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې له هوکرې سره سم په ۲۰۲۱ م کال کې د امریکايي پوځیانو په بشپړ وتل او د اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدو په اړه امریکايي چارواکي، سیاسیون او د سنا مجلس غړو پوښتنې او پر یو بل نیوکې لاهم دوام لري.

امریکايي چارواکي په دې اند دي، چې ولسمشرجو بایډن له افغانستانه بېباکه وتلو کې تلوار کړی او له دې سره یې د افغانستان تېره شل کلنه جګړه کې د زرګونو وژل شویو امریکایي سرتېرو قربانیو ته شا کړې ده.

له همدې کبله د امریکایي لوړپوړو چارواکو په ګډون د یاد هېواد د سنا زیات شمېر جمهوري پال غړي وخت نا وخت د بایډن اداره له افغانستانه د راوتو او دلته په افغانستان کې د روان وضعیت اصلي لامل بولي.

تازه د امریکا جمهوري پال سناتور لېنډسي ګراهام له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه ویلي، چې  له افغانستانه د امریکایي پوځیانو په بشپړ ډول راوتل ښايي امریکا یو وار بیا د سېپټمبر ورته مرګونو پېښو سره مخ کړي.

ګراهام زیاته کړې:« کله چې د بایډن اداره تاسو ته وايي،چې په افغانستان کې دا مهال هېڅ ترهګر نه شته، دوی په حقیقت کې درواغ وایي. دمګړۍ په افغانستان کې یو ډېر مرګونی حالت د جوړېدو په حال کې دی. په افغانستان کې زیاتېدونکي ترهګري دلته د امریکا سرحدونه ماتوي.دا یوازې د وخت مسله ده،چې یوځل بیا د سپټمبر د ۹مې او ۱۱مې ورته پېښو سره مخ شو. که چېرې موږ په خپلو پالیسیو کې بدلون رامنځته نه کړو. زه په دې اند یم،هغه څه چې د ولسمشر بایډن له لوري په افغانستان کې پېښ شول، د سپټېمبر د یوولسمې په څېر یوې بلې پېښې ته یې لاره هواره کړې.»

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سنا ته له افغانستانه د وتلو څرنګوالي په راپور کې  ډونالډ ټرمپ د وتلو د دوحې د هوکړې مسوول بللی او ویلي دي چې ولسمشر بایډن اړ شو،هغه څه پلي کړي چې پخوا پرې هوکړه شوې وه.

کربي زیاته کړې:« بایډن له طالبانو سره مذاکرات نه دي کړي، نه هغه ۵۰۰۰ طالبان له بنده راخوشې کړي او نه یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنو راټیټ کړ. کله چې ولسمشر بایډن واک ته ورسېد،هغه د مجبورۍ له یوه  ځانګړي حالت سره مخ وه، هغه په دې وخت کې د دوحې د هوکړې د بدلون وړتیا نه لرله،هغه اړ وه،چې  له هغه څه سره ځان عیار کړي څه چې ده ته په میراث پاتې ول.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د امریکايي چارواکو دغه ډول څرګندونې بې ځایه  اندېښنې بولي او په دې اند دي،چې د سېپټمبر د یوولسمې ورته پېښې ترسره کول د نړیوالو استخباراتي کړیو کار دی او په باور یې ښايي د دا ډول څرګندونو تر شا د امریکا اوږدمهالي سیاسي پلانونه موجودي.

د افغانستان په تړاو د امریکایي چارواکو دغه ډول څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې په ۲۰۲۴ کال کې امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي،چې  له همدې کبله ډېمکراتان او جمهوري پال ګونډونه غواړي د یو بل د کمزوریو په مطرح کولو سره په ټاکنو کې د عامو امریکایانو ترمنځ ځای پیدا کړي او له دې لارې ولسمشرۍ ته ځان ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist