افغان او پاکستاني جنګیاليو د کونړ ولایت اړوند سیمه کې نښته کړې ده .
یوې سرچینې شمشاد ته وویل چې نن سهار د پاکستان یوه څارګره الوتکه د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ پشد سیمه کې دافغانستان حریم ته راداخل شوې وه .
سرچینه وایي چې الوتکه د ډیورنډ فرضي کرښې څخه یو کیلو مټر دې خوا د افغانستان په خاوره کې سقوط شوې ده.
سرچینه وایي، شل پاکستاني پوځیان د لشکر طیبه په مرسته د غورځېدلې الوتکې لټون پيل کړی و چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
تراوسه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغان او پاکستاني ځواکونو هم په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.











