Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کونړ؛ پاکستاني پوځیانو ته د افغان‌ځواکونو خبرداری!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/14

افغان ځواکونه وايي که پاکستاني ځواکونه وړاندې راشې نو سرونه تري قلم کوي.

ډیورنډ فرضي کرښه کې افغان ځواکونه وايي، ښه تجهز دي او په کلکه له ډیورنډ ګرښې ساتنه کوي.

د کونړ دانګام ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونه وايي، تجهیزات، اعاشه او نورې اړتیاوط يې په وخت حلېږي، خو لویه ستونزه يې امنیتې پوستو ته خراب سړکونو دي.

د کونړ دانګام کې د شمشاد خبریال محمدزمان سهیل د پوله ساتو ځواکونو هغې پوستې ته هم ورغلی؛ چې له ډیورنډ کرښې څخه په ۶ کیلو مترۍ کې پرته ده دغو پوستو ته ورتګ له خورا ستونزو او کړاونو ډک دی .

د افغان سرحدې ځواکونو په خبره؛ چې شاو خوا ۶ کیلو وړاندې د همدې غرونو پر سر له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښي صفري نطقه ده.

دوی وايي، هم ښه تجهیز دي او هم يې خوراکي توکې په خپل وخت ورسېږي، نو ځکه خو د کرښې ساتنې ته کلک ولاړ دي.

دلته ځای په ځای شوي ځواکونه د څښاک اوبو ستونزه لري، او ډیری وخت ناپاکې اوبه د دوی صحت زیانمنوي چې په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي. 

دا ځواکونه وايي، پوستې ته را ختلی سرک يې خراب دی او غوښتنه کوي، چې که ورغول شي نو اکمالات به يې لا اسانه شي.

دا سرتیري وايي، په پوره مېړانه د خاورې او خلکو د ساتنې لپاره یې د پوځ لیکو کې دنده پیل کړې خو ځینې وخت یې معاشونه په میاشتو میاشتو ځنډول کېږي چې کورنۍ یې له هټۍ والو په پور سوداوې کوي.

سرتیري وايي، دې سیمه کې پاکستان وړاندی نه دی راغلی خو د شپې په تیارو کې يې په ډيرو ځایونو اغزن تار لګولی، خو وايې دوی د لوړو چارواکو امر سره سم عمل کوي او پاکستاني ځواکونو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist