Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 کورونا وېروس؛افغانستان کې درېیمه څپه په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده.

admin by admin
2021/05/26

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایې،هره ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون  ډېری ولایتونو کې د کورونا  وبا  مثبتې پېښې  او د مړینې کچه لوړېږي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند میروس علیزي خبرداری ورکړ،که خلک یې پر وړاندې بې غوري وکړي، لوی ناورین به رامنځته شي.

روغتیا وزارت اندېښنه لري او زیاتوي، چې یواځې د ناروغانو د درملنې او د عامه پوهاوي تدابیر یې جدي کړي، خو دا کار یواځې د روغتیا وزارت مسوولیت نه دی.

 د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وایي:« ټول اړین تدابېر نېول شوي، خو له بده مرغه اوسني حالت په کتو باید ووایو، د کورونا وبا مثبتې پېښې ورځ تر بیلې زیاتېږي.»

د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له شااوخوا۸۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي،چې دا په دې وروستیو کې تر ټولو لوړه ورځنۍ شمېره ده.

علیزی وایي:« موږ په  دوه یا درې ورځو کې د کورونا وبا له امله ډېره مړېنه لرو. نن ۱۹ کسان او پرون ۲۴ کسان د کورونا وبا له امله مړه شوي. دا په تېرو شپږ یا اوو میاشتو کې لومړی ځل دی، چې د کورونا وبا مثبتو پېښو او مړېنو شمېر کې زیاتوالی راځي.»

د دې وېروس پر وړاندې لا هم د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې د واکسین تطبیق لړۍ روانه ده.

بل پلو ښاریان هم د کورونا وبا درېیمې څپې اندېښمن کړي او له مسوولینو غواړي، چې د عامه پوهاوي پرګرامونه لا زیات کړي.

روغتیا وزارت له خلکو غواړي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي او له اړتېا پرته دې له خپلو کورونو بهر نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist