Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورونا وبا؛ پاکستان کې د هغو کسانو سیم کارت بندیږي، چې واکسین نه لګوي.

admin by admin
2021/06/12

د پاکستان پنجاب ایالتي حکومت پرېکړه کړې،چې د هغو کسانو سېم کارتونه به بند کړي، چې د کورونا  وبا ضد واکسینو له لګولو انکار وکړي.

چارواکي وايي، له دې چارې یې موخه ډېرو خلکو ته  د وبا ضد واکسین لګول دي.

دغه راز په دې لړ کې یو شمېر نور وړاندیزونه هم شته، ښايي پارکونو، رسټورانونو، حکومتي دفترونو او سرپټو بازارونو ته هم د هغو کسانو پر ننوتو بندیز ولګول شي،چې  واکسین نه لګوي.

د چارواکو په خبره،  لومړي پړاو کې به د سیم کارت بندولو پرېکړه پلې کېږي.

د عامې روغتیا ځايي چارواکي وايي، هغو کسانو ته به لومړی یو خبرداری استول کېږي، چې نه یې واکسین لګولي او نه یې هم د واکسین لپاره نوم لېکنه کړي وي.

چارواکي وايي، دې کسانو ته به ویل کېږي،چې د خپلې پېژندپاڼې شمېره باید د واکسین لپاره د نوم لیکنې چارواکو ته ورکړي او که څوک بیا هم نوم لیکنه نه کوي، د موبایل ټیلیفون هغه سیم به یې غیر فعال شي،چې د پېژندپاڼې له مخې یې ترلاسه کړی دی.

ځايي چارواکي وايي، دغه پرېکړه به  رسما د روانې  جون میاشتې پر ۳۰ مه پلې شي.

د رسمي شمېرو له مخې،په پاکستان کې تر اوسه پورې شااوخوا ۹.۵  ملیونه دوزه واکسین کارول شوی دی.

د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، پاکستان کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۹۳۸ زرو لوړ ته شوی او څه باندې ۲۱ زره کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist