Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورونا وبا؛ روغتیا وزارت روانه اوونۍ مرګونې وبلله. 

admin by admin
2021/06/23

 د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا وبا هره ورځ د لسګونه کسانو ژوند اخلي، خو په خبره یې  خلک يې اوس هم عادي ګڼي.

یاد وزارت په  تېرې یوې شپې او ورځ کې د ثبت شویو ارقام په خپرولو سره روانه اونۍ مرګونې یاده کړه.

 د روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي،چې په تېرو پنځه ورځو کې ۷۲۶۰ کسان پر کورونا وبا  اخته شوي او ۳۳۶ نور ترې  مړه شوي دي.

د کورونا وبا تر ټولو لوړ ارقام په روانې اونۍ کې ثبت شوي دي.

 په ټوله کې نیوکې پر عامو خلکو دي، چې روغتیايي سپارښتنې نه عملي کوي او همدا لامل دی،چې ورځ تر بلې د مثبتو  پېښو شمېر په لوړېدو دی.

 د کابل ښار اوسېدونکی وايي:« عام خلک د روغتیاپالانو سپارښتنې نه مني،په ګڼې ګونه ځایونو کې ګرځي. نن چې ما ولیدل،په سلو کې شل یا لس سلنه کسان هم ماسک نه کاروي او ډېر خلک بې ماسکه ګرځي.»

د کابل ښار اوسېدونکی وايي: «  له دې چې موږ په تېر کې د روغتیا وزارت لارښونې نه دي مراعات کړي؛موږ ته یې تاکید وکړ، خو متاسفانه چې  رعایت مو نه کړ. دا زموږ خپله ستونزه ده،ځکه زموږ خلک یو عادت لري،چې معمولا هغه څه چې موږ په ستوګو ونه ګورو یا پر موږ رانه شي موږ هغه نشو درک کولائ.»

 د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په یوه شپه او ورځ کې ۱۵۷۵ کسان پر کورونا وبا  اخته شوي او ۸۶ نور ترې  مړه شوي.

 روغتیا وزارت وايي، په همدې موده کې بیا ۵۳۷ کسان روغ شوي هم دي.

 د یاد وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي: « تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په خصوصي او دولتي روغتونونو کې ۵۰۹۶ مشکوک کسان ټسټ کړي، چې له دې ډلې ۱۵۷۵ پر کورونا وبا اخته شوي وه، ۸۶ له دې وېروس مړه شوي او ۵۳۷ نور ترې  ښه شوي دي.»

 روغتیا وزارت وايي، تازه ثبت شویو پېښو سره، په ټول هېواد کې د مثبتو پیښو شمیر ۱۰۹۵۳۲ ته  او د مړو شمېر ۴۴۵۲ ته ورسېد.

یاد وزارت له خلکو غوښتي، چې کورونا مرګونې وبا دې عادي نه ګڼي او روغتیايي سپارښتنې دې عملي کړي.

 کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

 د امریکا متحده ایالتو  د جان هاپکنز پوهنتون  د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۹ میلیونو لوړ شوی  او څه باندې ۳.۸۸ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist