Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/09

د کورنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره د جنايي تخنیک(کریمنال تخنیک) ریاست اړوند د بیولوژیکي لابراتوار او د جنیټکي اطلاعاتو(ډي‌اېن‌اې) په مدیریت کې د چټک پېژندنې سیستم فعال او ګټې اخستنې ته وسپاره.

د دې سیسټم د فعالولو په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې فعالول یې د مجرمینو لپاره د خطر زنګ دی او په اسانه به جرم ته زړه ښه نه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي: « دا به د مجرمانو لپاره د خطر زنګ وي. زموږ مسلکي ټیم به د جرم او جنایت په څېړلو، د مجرمانو په نیولو او د جرم کچې په ټيټولو کې ډېر اغېزناک تمام شي.»

په دې مراسمو کې د چارو ا دارې رییس دا یو ستر پرمختګ بللی او په خبره یې، له مظلوم سره مرسته ده، ترڅو د ظلم مخنیوی وشي.

نور الحق انور وايي: « دا یو عادی شی نه دی بلکې د اغېز او پایلې له پلوه لوی پرمختګ دی. له دې سره به ډېرې بد امنۍ او جرایم کم شي او ظالمانو ته به د هغوی د ظلم سزا ورکړل شي.»

د کورنیو چارو وزارت اداري معین رحمت الله نجیب وايي: « اوس الحمد الله دا اسناد هم مجود شول. دا پرمختګ چې موږ وینو، له موږ سره د الله تعالی لوی نصرت دی. تېر نظام د پیسو او متخصصانو له لرلو سربېره دا سیسټم نه شو فعالولی.»

دا ډول سیسټمونه چې د جرایمو د تشخیص په موخه کارول کېږي او حق د باطل پر وړاندې په ښکاره معلوموي، تر ډېره د هېوادوالو له هرکلي سره هم مخ شوي. د حقوقي چارو یوشمېر شنونکي هم  د دې سیسټم له فعالېدو هرکلی کوي.

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دوی کولی شي د دې سیسټم له لارې هغه مجرمان ونیسي چې افغانستان کې یې جرم کړی. دوی به د مجرمانو ډي‌اېن‌اې اخلي او ټول معلومات به یې چک کوي.»

د ډي‌اېن‌اې چټکې پېژندنې سیسټم د جرمونو په کشف کې د دقت لوړولو، د مجرمینو په پېژندنه، د بې‌ګناه کسانو په ملاتړ او عدلي او قضايي مراجعو ته د علمي او باوري شواهدو په وړاندې کولو سره د هېواد د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د عدالت د تأمین بهیر د لا پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist