Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: مولوي مهدي له اسلامي امارت سره هېڅ ستونزه نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/23

په شمال کې د مخدوم عالم له جنجال وروسته اوس سرپل کې،د هزاره توکمه طالب مولوي مهدي مسله ګرمه شوې ده.

هزاره توکمه مولوي په اړه خپرو شویو ویډوګانو کې د هغه نارضایتي ښکاري،چې له اسلامي امارت خفه دی.

تر اوسه د هغه ستونزه اسلامي امارت سره نه ده څرګنده، هغه څه چې دمسلې حل لپاره له مرکز کابله هم پلاوی ورغلی دی. 

د افغانستان اسلامي امات د کورنیو چارو وزارت  ویاند عبدالنافع ټکورر وايي، مولوي مهدي له اسلامي امارت سرهېڅ ستونزه نه لري او پر وینا یې هغه د دوی تکړه سپاهي دی.

هغه زیاته کړه:« مولوي مهدي د اسلامي امارت یو تکړه او سپاهي ملګری دی. د هغه په اړه چې کوم شایعات خپریږي، هغه موږ پر کلکه ردوو. مولوي مهدي له اسلامي امارت سره هېڅ  ستونزه نه لري.» 

په ټولنیزو رسنیو کې چې کومې ویډوګانې لاس په لاس شوي،په‌کې لیدل کېږي،چې د مولوي مهدي پلویان د تیارسۍ په حال کې دي.

څو ورځې وړاندې راپورونه خپاره شول،چې طالبانو او د مهدي کسانو ترمنځ یو بل ته کمینونه هم نیول شوي دي،خو امنیتي چارواکو دا ډول راپورونه سم لاسي رد کړي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د نظام پر وړاندې هر نوعه مسلحانه مقاومت په حقیقت کې یو بغاوت دی،خو د شخړو حل باید د خبرو له لارې وي، که هغه د طالبانو خپلمنخي وي او که له نورو افغانانو او اسلامي امارت ترمنځ ويي. 

د سیاسي چارو  شنونکی  حکمت حکمت  وايي:« د مولوي مهدي مسله د طالبانو کورنۍ مسله ده، نه باید بهرنیان او یا نور سیاسیون په کې دخالت ولري. یو ناراضي دی سبا راځي کېږي، لکه ورته مضوع چې  په فاریاب کې وه حل به شي.موږ نه باید داسې څه انتظار ولرو،چې دلته به نوروې ستونزې راپورته شي. اسلامي امارت باید ژر دا حل کړي،ترڅو نورو نړیوالو ته موکه په لاس ورنه شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، افغانستان کي د تجربي له مخي دا ډول جنجالونه تل، په قدرت کې د لاډېرې ښکلتیا پرسر راپورته کېږي.

په ورته وخت کې فرهادي وايي، اسلامي امارت باید دا ډول ستونزې ژر حل کړي،چې په قومي بڼه وانه وړي.

هغه زیاته کړه:« د بلخاب مسله له دې راپورته شوې،چې مولوي مهدي کلونه طالبانو لپاره جګړه کړې او اوس احساس کوي،چې صلاحیت ورته نه ده ورکړل شوی. دا موضوع د طالبانو په تحریک کې باید ژر حل شي،ترڅو قومي بڼه خپله نه کړي. افغانستان نن ورځ داسې ستونزو ته ضرورت نه لري. موږ له فقر او کډوالۍ سره مخ یو، حکومت باید قومي او ژبنیزو مسایلو حل ته وخت ورکړي.» 

سره له دې چې ویل کېږي، د مولوي مهدي مسله حل شوې او هغه د اسلامي امارت ملګری دی،خو یو څه یې څرګند کړل،چې د طالبانو په لیکو کې نارضایتي شته دی او که اسلامي امارت په تدبیر سره لاړ نه شي،ښایي د طالبانو لیکې د همدې خپلمنځیو جنجالونو له امله زیاتې کمزورې شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist