Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: ماین چاودنو روان کال کې ۹۸ ملکیان وژلي

admin by admin
2020/06/10

د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ۳۷۳ ماینونو د چاودنو له امله ۹۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یوې خبري غونډې ته وویل چې د تېر کال په پرتله، سږ کال د سړک د غاړې او مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې ۲۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې ماین خښوونکو تر شا کوچنۍ او لویې ډلې او سازمانونه د پولیسو لخوا تعقیب لاندې دي.

طارق ارین زیاته کړه چې یو تعداد ماین خښوونکي نیول شوي هم دي، خو د کره شمېر په اړه یې څه ونه ويل.

د هغه په وینا، تېره اوونۍ په کابل کې د جنایي مجرمینو پر ضد ۱۰۳ نظامي عملیاتونه ترسره شوي چې په پایله کې یې ۱۹۳ تنه په جنایي جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

باور دادی چې ډیری وخت د سړک د غاړې او مقناطيسي ماینونو د چاودنو په پایله کې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.

په ورته وخت کې، کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د جګړې ښکېلکو خواوو څخه غوښتي چې د سړک د غاړې او مقناطیسي ماینونه دي نه کاروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist