Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: بامیانو کې بریټانوۍ جوړه د افغان تابعیت لرلو په تور نیول شوې

کورنیو چارو وزارت: بامیانو کې بریټانوۍ جوړه د افغان تابعیت لرلو په تور نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/10

په افغانستان کې د يوې برېټانوۍ جوړې زنداني کېدو بحث يو وار بيا د ځينو رسنيو د راپورونو برخه ګرځېدلې او کورنۍ يې ادعا کوي چې له خيريه کارونو پرته یې په افغانستان کې نور څه فعاليت نه درلود.

۷۹ کلن پيټر رينولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي د فبرورۍ په لومړیو کې له باميانو ولایت کې ونیول شول.

د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، يادې جوړې د افغانستان پېژندپاڼه او پاسپورټ لرل او اوس دا قضيه په دې موخه څېړل کېږي چې دې ښځې او خاوند د افغانستان تابعيت څه ډول ترلاسه کړی؟

قانع په دې اړه وايي: « د دغو بهرنیو بندیانو متعلق باید دومره ووایم چې دوی بریټانویان دي او د جمهوریت ادارې په وخت کې یې افغاني تذکره او پاسپورټ جوړ کړي دي. له دوی سره درېیم کس هم امریکايي الاصل ترجمان و. دوی د ځینو ملاحظاتو له امله نیول شوي او دوسیه یې محکمې ته سپارل شوې. له دوی سره به شرعي چلن کېږي.»

د يادې برېټانوي جوړې په اړه وړاندې په راپورونو کې ويل شوي چې له شاوخوا ۱۸ کلونو راهيسې یې په افغانستان کې ژوند کړی او د تعليم ترڅنګ يې د سوداګرۍ په برخه کې هم د مشورو وړاندې کولو موسسه درلوده.

د سارا په نوم د دې جوړې يوې لور رسنيو ته ويلي، په افغانستان کې يې د بندي مور او پلار روغتيايي وضعيت ښه نه دی او دوی یې په اړه اندېښنه لري.

 خو سرپرست حکومت هغه مهال ډاډ ورکړی و چې قضيه به يې په عادلانه توګه وڅېړل شي.

د سیاسي چارو شنونکي هم غوښتنه کوي چې د نيول شویو بریټانويانو قضيه دې داسې وڅېړل شي چې پر افغانستان د بهرنيو وګړو باور زيانمن نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« خلک پر دغو ګرځندویانو او سیلانیانو د جاسوسانو تور پورې کوي، ماته ښکاري چې دا ښه ټکی نه دی او دا د افغانستان د دوښمنانو تبلیغات بولم. دا هغه تبلیغات دي چې غواړي دغه تګلاره له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. موږ په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون کې د لیسانس پر کچه د ګرځندوی پوهنځی رامنځته کړ.»

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د سیاست وېزې په چوکاټ کې د دغو کسانو سفرونه له نړیوالو اصولو سره سمون لري، خو باید ووایم چې دا د دولت دارانو او مسوولینو دنده ده چې د دغو اتباعو سیاحتي شرایطو ته په درنښت او احترام د امنیت، سفر او ګرځېدلو فضا مساعده کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي د سيل او چکر لپاره افغانستان ته د بهرنيو وګړو راتګ مهم بولي او زياتوي چې دا کار د سرپرست حکومت باور زياتولو ترڅنګ د افغانستان اقتصاد لپاره هم مهم او حياتي دی.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « افغانستان ته د بهرنیو وګړو راتګ که په هره بڼه او شکل وي، د افغانستان پر اقتصاد اغېز لري. دغه کسان هېواد ته بهرني اسعار راوړي او په وسیله یې د هېواد په داخل کې توکي اخلي، د اوسېدلو لپاره ځای نیسي، له ټرانسپورټي وسایطو استفاده کوي او ترڅنګ یې له خدماتو په مناسبه بیه د خپلو ورځنیو چارو لپاره کار اخلي.»

د راپورونو له مخې، پيټر رينولډز او مېرمن یې د بريتانیا په بات پوهنتون کې سره اشنا شوي وو او په ۱۹۷۰ کال کې يي په افغانستان کې واده وکړ.

 خو په افغانستان کې يې په مسلسله توګه د اوسېدو شاوخوا ۱۸ کاله کېږي او واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره هم په افغانستان کې پاتې شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist