Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: افغانستان ته نشه يي توکي له پاکستان او اروپا راوړل کېږي

کورنیو چارو وزارت: افغانستان ته نشه يي توکي له پاکستان او اروپا راوړل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/10

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت وايي، د الکولي مشروباتو، تریاکو، بنګ دانو، چرسو، نشه يي ټابلېټونو، زیکپ، هیروینو، تېزابو او نورو نشه يي توکو په ګډون یې زرګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو یې سلګونه کسان نیولي دي.

د دې وزارت د چارواکو په خبره، د یوه کال په اوږدو کې تر۲۰۰ زره کیلو ګرامو نشه يي توکي او په تړاو یې هم ۷۵۰ تنه نیول شوي چې په کې د نشه يي توکو لوی لوی قاچاقبران هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معین وايي، د نیول شویو کسانو د محاکمې لړۍ روانه ده او ځینې یې محاکمه شوي هم دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معین قاسم خالد وايي: « په جریان د یوه کال یا له یوه کاله هم کمه موده کې تخمینا ً ۲۰۰ زره کیلوګرامه مختلف النوع نشه يي توکي چې تاسو یې دلته وینی، د مسوولینو له خوا راټول شوي دي. د دغو توکو قاچاقبران، مظنونین او ساقیان هم د مجاهدینو له خوا نیول شوي او محکمو ته سپارل شوي؛ د دوی له ډلې ځینې محکوم شوي او د ځینو دوسیې تر کار لاندې دي. شاوخوا ۷۵۰ تنه په دې تړاو نیول شوي دي.»

چارواکي وايي، دا نیول شوي نشه يي توکي له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او حتا له اروپايي هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « زموږ سرتېري او سرحدي ځواکونه په ټولو سرحدي سیمو کې متوجه دي، خو بیا هم موږ ګڼې پېښې لرو چې د سیمې له هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او دغه راز اروپايي هېوادونو د نشه يي توکو عصري ډولونه افغانستان ته راوړل کېږي. موږ هڅه کوو له هغوی سره په تفاهم د دغو موادو د قاچاق مخه ونیسو. همدارنګه هڅه کوو خپل سرحدي ځواکونه لا تجهیز کړو، ترڅو قاچاق په بشپړه توګه ختم شي.»

په همدې حال کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت د ځانګړې قطعې منسوبین ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې به جدي مبارزه وکړي او د نشه يي توکو د قاچاق، تولید او کرکیلې مخه به ونیسي.

د دغو ځواکونو یو تن سرتېری قاري احمدي وايي: « موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د نشه يي توکو کاروبار وکړي. زموږ مجاهدین بوخت دي چې قاچاقبران او عملیان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»

یو بل سرتېری ذبیح‌الله خپلواک وايي: « د قاچاقبرو مخه مو تر ډېره حده نیولې او په راتلونکي کې هم اجازه نه ورکوو چې د نشه يي توکو کاروبار وکړي.»

کورنیو چارو وزارت دغه راز وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نړیوالې ټولنې ورسره د مرستو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه  کوم عملي ګام نه دی پورته شوی او په دې برخه کې شته لاسته راوړنې د امارت په خپلو امکاناتو لاسته راغلې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه وايي: « په ډېر ناستو کې نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو په دې برخه کې د همکاریو ژمنې کړې دي، خو له بده مرغه تر اوسه په دې اړه هېڅ ښکاره او اغېزناکه همکاري نه لرو؛ دا هرڅه یوازې د اسلامي امارت لاسته راوړنه ده.»

له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت زیاتوي، دا نیول شوي نشه يي توکي د پلازمېنې کابل په دروازو او د مرکزي زون په ولایتونو کې نیول شوي. د دوی په خبره، قاچاقبرانو غوښتل دا توکي له یو ولایت څخه بل ولایت ته او بیا يې بهر ته قاچاق کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist