Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې د کمرو لګول یوه امنیتي اړتیا ده

کورنيو چارو وزارت: د تورخم لارې خلاصولو لپاره خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/02

له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د تورخم لارې تړل کېدو له امله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته له ۵ زرو ډېر بار وړونکي موټر ایسار پاتې دي.

د سوداګرۍ خونه وايي، سوداګرو ته له دې درکه د اوښتی زیان کچه ۱۰میلیونو ډالرو ته رسېږي.

 تازه د کورنيو چارو وزارت وايي، د يادې لارې د خلاصون په اړه له پاکستاني چارواکو سره څو ځله خبرې شوې خو څه پرمختګ نه دی شوی.

د ياد وزارت د چارواکو په خبره، د تورخم لار د پاکستان له لوري تړل شوې او بېرته خلاصول يې هم په دوی پورې اړه لري.

 د کورنیو چارو وزارت عبدالمتین قانع ویاند غوښتنه کوي چې ستونزو ته په کتو باید لاره ژر ترژه خلاصه شي.

قانع زیاتوي:« د تورخم په اړه باید دومره ووایم چې موږ هڅه کوو ډیپلوماسي له یوبل سره وپالو، خو دا ځل دروازه د مقابل طرف یانې پاکستان له خوا تړل شوې ده. موږ تېره ورځ هم ناسته درلوده او نن هم. هڅه مو دا ده چې ستونزه ژر ترژره حل شي، خو ستونزه له هغې خوا جوړه شې، نه زموږ له خوا. موږ به بیا هم مجسلونه ولرو؛ ترڅو ستونزه حل شي.» 

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، پاکستان د خپلو پالیسيو په دوام هڅه کوي چې افغان سوداګر زیانمن او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د صادراتو لړۍ ټکنۍ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « دا د پاکستان همېشنۍ پالیسي ده چې د افغانستان سوداګر، خلک او تجارت متأثره کړي. تل یې هڅه کړې چې د افغانستان د صادراتو کچه کمه کړي او تدریج سره د افغانستان پانګوالو ته زیان ورسوي. د حکومت مسوولین باید په دې برخه کې له پاکستان سره بالمثل عمل وکړي او یا هم له تعرفو ګټه واخلي.» 

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « مخکې هم دا کار شوی او څو څو ځله تکرار شوی. که موږ په دې اړه هرڅومره ډېپلوماټیک مذاکرات وکړو، قراردادونه لاسلیک کړو یا هم تعهدات ترې واخلو، دا یو کار هم مثبته نتیجه نه لري.»

که څه هم پاکستان له دې وړاندې ډېر ځله د افغانستان د سبو ( سبزیو) او مېوو د رسېدو په موسم کې په بېلابېلو پلمو د تورخم لار تړلې، خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، پاکستان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي انزوا کې وساتي.

د دوی په خبره، سرپرست حکومت باید دا ډول مسایل نړیوالو ته وړاندې کړي، ترڅو د دایمي حل لپاره یې په لارو چارو غور وشي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دوی د ډېورېنډ د کرښې او همدغو دروازو له لارې، افغانستان نیمه پېړۍ په جګړو کې ښکېل کړ او موږ ته یې میلیاردونه ډالر زیانونه ورسول. د دې ستونزې د حل کولو لپاره باید د بهرنیو وزارت له آدرسه د نړیوالو په شتون کې په کابل کې د پښتنو یوه لویه جرګه جوړه شي او د کرښې ستونزه حل کړي. ترهغو چې د ډیورېنډ کرښې معضله حل نه شي، په افغانستان کې د امنیت راتګ او د اقتصادي زیانونو مخنیوی نا ممکنه دی.»

د کب میاشتې له درېیمې نېټې راهیسې پاکستان د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله. له دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په یوه خبري کنفرانس کې د سوداګرو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، راتلونکی کال تصور نه شي کېدای چې له پاکستان سره به اړیکې څه ډول وي؛ خو له سوداګرو يې غوښتي وو چې د سوداګرۍ لپاره دې د بدیلو لارو لټه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist