Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

که د سولې بیه لوړه وي افغانان یې نه مني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/17

ولسمشر په مونیخ کنفرانس کې طالبان چلنج کړي.

ولسمشر غني د مونیخ کنفرانس کې په ډاګه ویلي چې افغانان سوله غواړي، خو د سولې قیمت نباید له سولې لوړ وي.

ولسمشر په دې کنفرانس کې له امریکا سره په ستراتيژیکه ملګرتیا ټینګار کړی او باور یې ښودلی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور به اغیزناک وي.

هغه د سولې په تړاو د طالبانو په تګلاره نیوکه کړې چې ګنې افغانان شاتګ ته اړ باسي او افغانان به هیڅکله د څو کلونو لاس ته راوړنې د سولې قرباني نه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ کنفرانس کې یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې په خبرو ټینګار کړی، خو د خبرو لپاره یې یو قیمت ایښی چې نباید د ملي حاکمیت او څو کلنو لاس ته راوړنو څخه لوړ وي.

ولسمشر غني داسې ویلي (( د سولې په تړاو زیات سیاسي اختلافات نشته، که سوله راتلونکې وي افغانان يې مني، خو که يې بیه لوړه وي نه يي مني، موږ د سولې خبرو د بي شرطه غوښتنه کړې خو موږ دا نه دې ویلي چې سوله بي شرطه کوو.))

ولسمشر د طالبانو په هغې تګلارې هم نیوکه کړې چې په قطر او مسکو کې یې له سیاسیونو او رسنیو سره شریکه کړې چې پکې افغانان شاتګ ته اړ کیږي.

((طالبان دا سې وړانديزونه کوي، چې ۱۹۹۶ ته ور وګرځي خو دا افغانان نه مني . په دې خبرو کې اسانتيا رامنځته کول اړين دي. زه له طالبانو غواړم ستاسو لیدلوری افغانستان لپاره څه ده ، راشئ او خلکو ته يې واضح کړئ او خلک به تاسو وټاکئ  او زه به په دې کار سره خوښ شم.))

ولسمشر د سولې پروسه کې د نورو هېوادونو تر څنګ د مرکزي اسیا هېوادونو رول هم مهم یادوي او ټینګار یې کړی چې باید په دې پروسه ورګډ شي، ځکه د افغانستان ثبات د سیمې ثبات دی.

ولسمشر غني ویلي (( د سولې په تر لاسه کولو کې قسمت او هڅې مهمې دي او زه هیله لرم ، چې د دې دواړو په يو ځای کېدو سره سوله راشي او د مرکزي آسيا هغه هېوادونه ، چې تر اوسه په بشپړه توګه په سوله اییزه فضاء کې نه دي دې پروسه کې دخيل دي او نور هم بايد په دې پروسه کې ور ګډ شي.))

ولسمشر له امریکا سره په ملګرتیا او دوه اړخیزو اړیکو هم ټینګار کړی، هغه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ تګلاره اغیزناکه یاده کړې چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې بریالۍ ده او تمه شته چې لا بریالۍ شي.

ولسمشر غني داسې ویلي ((له ۲۰۱۵ کال څخه امریکا ۶۶تنه تلفات ورکړي او له هغې وړاندې له ۲۵۰۰ زيات و . دا جګړه امريکايي نه ده  . امريکا سره زموږ اړيکې په دوو سندونو ولاړې دي لومړی د سټراټيژيکې ملګرتيا هوکړه . دويم دوه اړخيز امنيتي تړون .))

ولسمشر دغه راز د مونیخ په کنفرانس کې طالبان چلنج کړي چې د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو هڅه یې وکړه، خو بیا هم خلک د رایو صندقونو ته لاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رای وکاروله.

هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې که غواړي، واک کې داخل شي، د ټاکنو پروسه کې دې ګډون وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist