Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندوز کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی؛ تېرو شپږو میاشتو کې یې له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی؛ تېرو شپږو میاشتو کې یې له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/26

د کندوز حوزوي روغتون مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې دغه روغتون ته د ټرافیکي پېښو له امله شاوخوا ۲ زره کسان ور وړل شوي، چې په هرو ۱۰۰ کسانو کې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دوی زیاتوي، ډېری ټرافیکي پېښې د رېکشو او موټرسایکل چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او اړوند چارواکي یې باید مخنیوی وکړي.

د کندوز حوزوي روغتون آمر محمد ابراهیم حلیم وايي: « لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده، په تېرو شپږو میاشتو کې تقریبا ً ۲ زره کسانو په تروما حالت کې حوزوي روغتون ته مراجعه کړې چې په کې ډېری واقعات د ټرافیکې پېښو دي. په دغو پېښو کې موټرسایکل ډېر لوړ ګراف لري، ډېری پېښې او مرګ ژوبله د موټر سایکلونو له امله وي، ورپسې رېکشا او موټر ټول سبب شوي چې پر روغتون کارونه زیات شي او د نورو ناروغانو خدمات هم دوی ته ورکړل شي. هیله ده چې دوی دغه وضعیت کنټرول کړي. د نظام مسوولین مسوولیت لري چې پر خلکو ټرافیکي اصول پلي کړي، عامه پوهاوی زیات او سرعت کم کړي او ترڅنګ یې پر موټرسایکل چلوونکو امنیتي خولۍ اغوستل جبري کړي؛ دا کارونه کولی شي د ټرافیکي پېښو او ناروغانو ګراف راټیټ کړي.»

هغه کسان چې په ټرافیکي پېښو کې ټپيان شوي، د ډاکترانو له چلن خوښ دي، خو وایي ټول درمل له روغتون بهر په پیسو رانیسي او په روغتون کې هیڅ درمل نه شته.

د ټرافيکي پېښې یو تن ترسره کوونکی وايي: « ډاکټران هره شېبه زما خبر اخلي، درمل راکوي او ټپونه مې پانسمان کوي.»

د ټرافیکي پېښې اړوند موټر چلوونکی وايي: « ډېر سرعت د مړینې هرکلی دی او دا ما په خپلو سترګو ولید، ما خپل موټر په ډېر سرعت چلاوه او دا بېچاره کس مې وواهه او اوس یې پایوازۍ ته ناست یم.»

ټرافیکي پېښه کې یو بل ژوبل شوی کس وايي: «زه رېکشا ووهلم او ټپي یې کړم. ډاکټرانو ته د خدای خیر ورکړي چې زما درملنه کوي، اوس مې وضعیت د خدای په فضل ښه دی.»

ټرافیکي پېښه کې د یوه ژوبل شوي پایواز وايي: « باید احتیاط وکړي او دولت یې مخه ونیسي. باید له دې کسانو موټر سایکلونه واخیستل شي او د ډېر سرعت له امله یې جریمه کړي. زموږ په ولسوالۍ کې څو پېښې وشوې، هغه ورځ یې یو تن وواهه او جنازه یې له روغتون یوړه.»

ټرافیکي پېښه کې د یوه بل ژوبل شوي کس پایواز وايي: «له تخار څخه مې راوړ او بې هوښه و. معاینه یې کړ او دوا یې ورکړه. اوس ښه دی او په هوښ راغلی. د درملو لګښت یې ټول زموږ پر غاړه دی او هره نسخه یې له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو کېږي.»

ورته مهال، د ټرافیکو مدیریت هم مني چې د تېر پرتله د ټرافیکي  پېښو ګراف لوړ شوی خو وایي په بېلابېلو پلانونو کار کوي ترڅو دغه ستونزه را کنټرول کړي.

د کندوز ټرافیکو مدیریت مرستیال عبدالمالک عابد وايي: « له بده مرغه په کندوز ښار کې ټرافیکې پېښې زیاتې شوې دي، د همدې لپاره اوونۍ کې دوه ځله فعاله ګزمه او چیک پاینټونه لرو ترڅو له موټرو شکاري چراغونه چې د پېښو لامل کېږي راټول کړو. راتلونکي کې پلان لرو چې په لویو لارو ټرافیکي نښې ځای پر ځای کړو ترڅو د موټر چلوونکو لپاره د لارښوونې زریعه شي. د کندوز ښار وړوکی ښار دی او ماسټرپلان په کې پلی شوی نه دی، نقلیه وسایط په کې زیات دي، ځکه خو ټرافیکي پېښې هم ډېرې دي. موږ د پېښو مخنیوي لپاره د ټرافیکو مدیریت په مقر کې د لوړ کیفیت سیمینارونه جوړ کړي او په کې د دوو اوونیو لپاره موټر چلوونکو ته تدریس ورکوو او ټرافیکي قوانین او مقررات ورښيو ترڅو د پېښو مخنیوی وشي.»

کندوز کې داسې مهال د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي خبره کیږي چې د امنیتي مسوولینو له لوري په لویو لارو او واټونو ګرځنده ګزمې او چیک پاینټونه فعال دي.

د کندوز خلک له سرپرست حکومته غواړي چې بې اسنادو او غیر قانوني موټرو او نورو نقلیه وسایطو ته قانوني بڼه ورکړي ترڅو هم ګڼه ګوڼه کمه شي او هم قانون پلی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist