Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې ګاونډي هېوادونه د سولې مخالفین وګڼل شول

admin by admin
2020/01/11

د کندهار ولسي او قومي مشرانو ګاونډي هېوادونه د افغان سولې په مخالفت او د جګړې په دوام تورن کړ.

دغو قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه کې د هغو کورنیو کړيو د له منځه وړلو غوښتنه هم وکړه، چې په وینا یې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتو ته کار کوي.

دوی همدا ډول پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې په افغان سوله او افغان ټاکنو کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.

دغه ولسي غونډه کې چې د کندهار سلګونه قومي مشران راټول شوي، ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې دسولې په مخالفت او دجګړې په دوام تورن کړل.

دوی چې د ایران او پاکستان پر ضد یې شعارونه هم ورکول له حکومت څخه یې په کلکه  غوښتنه وکړه چې هغه کسان دې مهار کړي چې د ګاونډیو هېوادونو د ګټو لپاره د هغوی استخباراتو ته کار کوي.

د غونډې یو شمېر نورو برخوالو بیا له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په افغان سوله او افغان ټاکنو کې خپل مسووليت اداء کړي.

دغو ولسي مشرانو همدا ډول له حکومته غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره دې د ټول شموله افغانانو څخه پلاوی وټاکي. 

د غونډې برخوالو همدا ډول د ایران پر وړاندې د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني دریځ پڅ او ګونک وباله او نيوکه یې وکړه، چې د ایران د یوه پوځي قومندان “قاسم سلېماني”  د وژلو په غبرګون کې يې د دغه هېواد حکومت او خلکو ته تسلیت ویلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist