Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې زده کوونکې: له ا.ا غواړو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/08

په سوېلي کندهار ولایت کې د چهارشنبې په ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۱۶ مه» د زرغونې آنا عالي لېسه کې  نوی ښوونيز کال د زنګ په وهلو سره پېل شو.

د ښوونيز کال د پېل په مراسمو کې زده کوونکو، ښوونکو او ولایتي مسوولينو ګډون کړی وو.

دغو مراسمو ته ښځينه ښوونکو او زده کوونکو په خپلو خبرو کې له چارواکو څخه وغوښتل،چې د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص او رامنځته شوی محدودیت نور لري کړي.

یوه ښوونکې راضیه وايي:« ډېره خوښه یم،چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي پرانېستل شول. موږ له اسلامي امارته دا غوښتنه کوو، چې تر دولسم ټولګي پورې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي،ترڅو ګرانې خویندې یا لوڼې مو خپلې زده کړې مخته یوسي، ترڅو خپل هېواد، ټولنې او ماشومانو ته چوپړ وکړي.» 

کندهار کې یوه زده کوونکې بیا وايي:« زما غوښتنه له مشرانو یوازې دا ده،چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص کړي، ترڅو هېلې یې پوره شي.» 

ځايي مسوولین وایي،عصري او ديني زده کړي د ټولني مهمه اړتیا ده او که چیرې په کندهار کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېستل کیږي، نو دوی يې د درسي بهير د مدیريت لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د کندهار ولایت مقام دفتر مشر مولوي محب وايي:«وروڼو! موږ عصري زده کړو ته اړتیا لرو، داسې فکر مه کوئ، چې ګواکې موږ یې مخالف یو. موږ د عصري زده کړو اړتیا لېدلې. هڅه وکړئ، چې عصري زده کړې وکړئ، هڅه وکړئ،چې دیني زده کړې وکړئ.» 

د کندهار پوهنې ریاست مشر فخر الدین نقشبندي بیا وايي:« که چېرې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري اجازه وشي، چې د نجونو لوړ ټولګي دې خلاص شي، موږ ورته بشپړ چمتوالی لرو. انشاء الله که هغه د امنیت برخه وي او که نور د زده کړو بهیر یې وي، د پوهنې ریاست ورته چمتوالی لري.» 

د کندهار د پوهني رياست د مالوماتو له مخې،د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۶۰۰ زيات ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانېستي او د دغه بهير پر وړاندې کوم خنډ شتون نه لري.

مسوولينو ویلي، د نوی تعلمي کال لپاره يې ۲۰ زره  او ۵۰۰  نوي زده کوونکی ښوونځیو کې شامل کړي، چې ۶۰ سلنه یې هلکان او پاتې نور يې نجوني دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist