Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د کوکنارو ژمنی فصل ټولولو ته رسېدلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/23

په کندهار ولایت کې د  تاریاکو ټولولو د دغه فصل د کرلو لومړۍ چارې د مني له پیل سره پیل کېږي او د ژمي په رارسېدو سره یې د راټولولو وخت رسېږي.

د میوند ولسوالۍ کې د کوکنارو ګروندګر وايي، د حاصلاتو لپاره د بازار نه مو جودیت او وچکالۍ دې ته اړ کړي،چې یو ځل بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

میوند ولسوالۍ کې د کوکنارو یو ګروندګر وايي:« دا د کال دویم کښت دی،دغه کښت له ۷۲ ورځو څخه تر ۹۰ ورځو پورې وخت غواړي،د مني په پیل کې مو کرلی  دی، دا دی اوس ژمي ته په نژدې کېدو سره دا فصل هم رسېدلی دی.»

دغه فصل پر داسي مهال رسيږې، چې د افغانستان په ډېرو ښارونو کې د بېکارۍ او بې روزګارۍ کچه لوړه شوې ده.

د تاریاکو په راټولو بوخت کسان وايي، ښارونو کې د بېکارۍ له امله اړ شوي، چې د کوکنارو راټولو یا نېښ وهلو ته راشي.

د کوکنارو د راټولولو کاریګر ډېره برخه د ښوونځیو زده کوونکي او هغه کسبکاران دي، چې اوس یې کاروبار کچه صفر ته راټيټه شوې ده.

د ښوونځي زده کوونکی  احمد ولي وايي:« کار نه شته دی. موږ بېکاره  یو،دوکان  مې درلود اوس هغه هم نه چلېږي، چیري چې د مزدورۍ کوم کار پیدا شي، موږ یې کوو، هغه که نېښ وهل وي، یا کوم بل کار. که کار ونه کړم، کورنۍ مې له لوږې او فقر سره مخ کېږي.»

که څه هم ځینو طالب چارواکو ویلي، لکه د تېر په څېر به افغانستان کې د کوکنارو کر له منځه وړي،خو دا ځل د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د کوکنار د کر مخنیوي او د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې ظاهرا جدي اقدام نه دی کړی. 

خو د کندهار په ګډون، په هلمند، زابل او اروزګان کې پر هیروینو د اخته کسانو د درملنې او مخنیوي پراخ کمپاین پیل شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist