Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د کتاب پلورنې بازار پيکه شوی

کندهار کې د کتاب پلورنې بازار پيکه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/18

په کندهار ولایت کې که څه هم په کتابتونونو کې د کتابونو کمی نه شته، خو د لوستونکو شمېر تر پخوا ډېر پيکه شوی دی.

کندهار ښار کې کتاب ‌پلورونکي وايي، په دې وروستیو کې يې د کتابونو په پلور کې د پام وړ کموالی راغلی او تر پخوا يې کاروبار ډېر کم شوی.

دوی زیاتوي، ځینې خلک د کتابونو پېرلو پر ځای اړ شوي چې خپل شخصي کتابونه د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي.

کتاب پلورونکی منظور احمد وايي: «په دې وروستیو کې د کتابونو پلور ډېر کم شوی او داسې ډېر پېښ شوي چې ځینې ځوانان راغلي او خپل کتابونه یې راوړي ترڅو موږ یې ورته وپلورو. خو موږ ورته وایو چې له موږ سره خپل ډېر کتابونه پراته دي او څوک یې نه اخلي.»

یو بل کتاب پلورونکی قدرت‌الله کریمي وايي: « د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست باید داسې کار وکړي چې ځوانان کتاب لوستلو ته وهڅوي. دوی باید غونډې جوړې کړي یا د مثال په توګه نندارتونونه جوړ کړي او خلکو ته د مطالعې کولو روحیه ورکړي.»

په ورته وخت کې، د کندهار فرهنګیان او کتاب دوستان وايي، د خلکو له خوا د کتاب نه لوستل د یوې ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي او بدې پایلې لري.

کندهار کې د پوهنتون استاد نیاز محمد په دې اړ وایي، ځوانانو ته د کورنیو نه پاملرنه، د ټولنیزو رسنیو زیات کارېدل، د کتاب لوستنې فرهنګ نه ترویجول او نور ډېر هغه لاملونو دي چې ټولنه د بې‌ سوادۍ او د کتاب لوستنې فرهنګ پیکه کېدو خوا ته بیایي.

استاد نیازمحمد زیاتوي:« د مطالعې د کمېدو یو لامل د ټولنیزو رسنیو خورا زیات او غیر هدفمند استعمال دی. ځوانان خپل ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو او د ځیرکو مبایلونو په کتلو تېروي. دا کار د دې لامل کېږي چې دوی له کتاب لرې پاتې شي. په عمومي توګه اړینه دا ده چې هم کورنۍ او هم فرهنګي، علمي او کولتوري ادارې د مطالعې د فرهنګ عامولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي.»

له بلې خوا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسولین وايي، دوی د مطالعې دود رواجولو او کتابونو پلورولو په برخه کې زیاتې هڅې کړې او غواړي راتلونکي کې دغه برخه نوره هم پیاوړې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند حبیب غفران وايي: « د کتابونو د بازار او پېر او پلور په تړاو باید ووایم چې هلته په کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا تل هڅه شوې چې د کتاب خرڅوونکو او ناشرانو لپاره بازار موندنه وکړي. د هغوی له ټولنې سره په همغږۍ د کتابونو په صادراتو او وارداتو کې همکاري کېږي او داسې نندارتونونه په لاره اچول کېږي چې څنګه کېدای شي د کتاب مطالعه په هېواد کې دود شي او دغې برخې ته د خلکو پام واړول شي.»

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا څو میاشتې وړاندې د مطالعې دود رواجولو او کتاب پلورولو په موخه یو لوی نندارتون هم جوړ کړی و چې پر مهال یې زیات شمېر کتابونه وپلورل شول، له همدې امله کتاب پلورنکي د دغه ډول نندارتونونو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist