Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د ژوند چارې  ورځ تر بلې د عادي کېدو لور ته روانې دي

admin by admin
2021/08/25

په کندهار ولایت کې درنه او خونړۍ جګړه د طالبانو د ورتلو سره سم پای ته رسېدلې او اوس د کندهار اوسېدونکي د عادي ژوند د بيا پېلدو په هڅه کې دي.

دغه راز کندهار ښار ته اوس مهال  خلک له نورو څنګ لورو ولایتونو  د سیل لپاره هم ورځي. 

د کندهار ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي وایې، کندهار ښار ته په سیل راغلي، ځکه په لوی کندهار کې امنیت ښه او وضعیت عادي شوی دی. 

خیر الله،چې د اروزګان اوسېدونکی دی او کندهار ته  د وخت تېرۍ لپاره تللی، داسې  وایي:« دلته د وخت تېرۍ لپاره راغلم یم. د طالبانو حکومت لېدو ته راغلی یم،چې څنګه دی؟ موږ ترې ډېر خوشحاله یو. سیمه مو په امن کې شوله. سر او مال مو خوندي شو. غلاوې بندې شوې. ډېر خوشحاله یو.  که پلار مې راته څلور وادونه کړي ول، دومره به نه وم، خوشاله شوی،لکه نن،چې خوشاله یم.» 

د کندهار اوسېدونکی عزت الله وايي:« د الله فضل ده، تر اوسه پورې خو حالت ښه دی، ډز ډوز نه شته  دی. په ښار خلک ټول خوشاله دي. طالبان له عامو خلکو سره ډېر ښه چلند کوي. تراوسه پورې چاته تکلیف نه  نشته. له طالبانو مو یوه هېله دا ده،چې د چور او چپاول مخه ونیسي.» 

اوس د کندهار ولایت بازارونه او سوداګريز مارکیټونه خلاص دی،خو بانکونه او دولتي ادارې لاهم تړلي دي. 

د کندهار د نظم لپاره ګومارل شوي طالبان  بیا وایي،د ژوند د عادي کېدو لپاره دې د کندهار اوسېدونکي له دوی سره لا زياته همکاري وکړي.

د کندهار نظم یو تن  ساتونکی حکمت الله وايي:«   د خوښۍ خبره دا ده، چې په ټول هېواد کې امارت قایم شو. د کندهار له وسله مو هېله دا ده،چې له موږ سره همکاري وکړي. که چېرې دوی له موږ سره همکار شي، موږ له دوی سره همکار یو.»  

په کندهار کې د ژوند له عادي کېدو او جګړې له پایته رسېدو سره سم د دغه ولایت اوسېدونکي د خوراکي او غيرې خوراکي توکو د بېو د لوړېدو او ستر اقتصادي بحران د رامنځته کېدو وېره لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist