Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د څارویو پوستکو کاروباریان د بازار له نشتوالي شکایت کوي

کندهار کې د څارویو پوستکو کاروباریان د بازار له نشتوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/28

په کندهار ولایت کې د څارویو پوستکو راټولولو یوازې یوه کارخونه شتون لري، چې د سویلي زون د ولایتونو ټول پوستکي ورته راوړل کیږي او هلته تر وچېدو وروسته پاکستان ته صادریږي.

د کارخونې مسوولین وايي، له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې دغه کاروبار کوي او هره میاشت ۱۰۰ زره د څارویو پوستونه او زیاته اندازه کولمې راټولوي، خو د پروسیس ماشینرۍ نشتون له امله یوازې یې وچوي او پاکستان یې صادروي.

دوی زیاتوي، د سرپرست حکومت له خوا د خاریجي مالګي بندیدل، د ځانګړي ځای نشتون او له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته د صادراتو نشتون هغه څه دي چې د دوی کاروبارو يي زیانمن کړی.

د پوستکو کارخونې مسوول علي اجمد وايي:«له کندهاره یوازې ۱۰۰ زره پوستکي راځي. زموږ ستونزې ډېري دي. لومړی د مالګې ده، د کان مالګه کار نه کوي، موږ ته سمندري مالګه کار کوي چې هغه حکومت بنده کړې او نه یې پرېږدي. زموږ ټول کار د مالګې له امله درول شوی. دویمه موږ ځای نه لرو. موږ ته یې په صنعتي پارک کې هېڅ ځای نه دی راکړی. زموږ ځای تاسې ګورئ.  درېیمه  ستونزه مو دا ده چې موږ هېڅ نړیوال بازار نه لرو، که موږ نړیوال بازار ولرو، له موږ سره په زرګونه کسان کار وکړي چې په هره کارخونه کې به له موږ سره شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ ګاریګرو پورې په ښو معاشونو باندې کار وکړي. دا دی چې موږ نړیوال بازار نه لرو، زموږ ټول مال پاکستان ته لېږو. »

اوس مهال په کندهار کې د څارویو د پوستکو او کولمو بیې ډېرې ټیټي دي.

د پوستکو او کولمو پر کار بوخت کسان وايي دوی یوازې دلته پوستکي او کولمې پاکوي او تر وچولو وروسته پاکستان ته صادریږي، خو که له پوستکي د توکو جوړولو  کارخونې پر کوردننه جوړې شي نو ډېرو نورو خلکو ته به د کار زمینه برابره سي.

د پوستکو کارخونې کارکوونکی صالح محمد وايي:« پخوا به له افغانستاه مالونه جرمني ته تلل، خو اوس دلته کارونه خرابه دي. اوس مالونه پاکستان ته ځي، له دې پاکستان ګټه کوي. که چېرې هېواد کې دا کار سم شي، نو خلک به هم پر کار شي.»

د پوستکو کارخونې یوبل کارکوونکی محمد عوض وايي:«موږ دا پوستکي د کندهار ولایت کې راټولوو، په دې کې د غواګانو، پسونو او اوزو پوستکي دي. دلته یې پاکوو او مالګه ورکوو، بیا یې کویټې ته استوو. له هلمند او هرات هم پوستکي راځي.  له نمیروز هم راځي. »

په ورته وخت کې د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر حافظ حمیدالله وايي، د څارویو پوستکو کاروباریانو ستونزې د ټول هېواد پر کچه دي او دوی له وزارت سره شریکې کړې دي.

هغه زیاتوي:« زه به د پوستکو په اړه درته ووایم چې دا د ټول هېواد مساله ده، یوازې کندهار پورې اړه نه لري، دا مساله د هرات هم ده، د ننګرهار، مرازشریف مساله هم ده، د شمال او سویل مساله ده، د افغانستان مساله ده، نو پر دې باندې به وزارت یوه طرحه جوړه کړې وي. انشاء الله کار پرې روان دی. له هغې خوا چې ستونزې حل شي، یا تجارت خلاص شي، یا له چا سره قراردادونه وشي. انشاء الله دا مساله  حل کېږي. »

په بهرنیو هېوادونو کې د څارویو له پوستکو  تر پروسیس وروسته د بیکونو، بوټانو، خولیو او یو شمیر نورو توکو جوړولو کې ګټه اخیستل کیږي، چې ورڅخه جوړ شوي توکي له ښه کیفیت برخمن دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist