Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د وړیا زده کړو له لنډمهاله کورسونو سلګونه ځوانان فارغ شوي

کندهار کې د وړیا زده کړو له لنډمهاله کورسونو سلګونه ځوانان فارغ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/07

د کندهار ولایت اطلاعاتو او کولتور ریاست چارواکي وايي، د کمپيوټر په ګډون یې د عصري علومو په لنډمهاله ټولګیو کې تر ۸۰۰ زیاتو ځوانانو ته وړیا روزنه ورکړې او ګڼ شمېر نور تر روزنې لاندې دي.

په دغو وړیا کورسونو کې برخه اخیستونکي ځوانان د اطلاعاتو او کولتور ریاست له دغه ګام هرکلی کوي او غواړي چې د اړمنو ځوانانو لپاره د وړیا زده کړو ټولګي نور هم زیات شي.

د وړیا ټولګي یو تن زده کوونکی شفیع الله وايي: « درې اوونۍ کېږي چې زه دلته د کمپيوټر زده کړه کوم. له چارواکو مننه کوم چې موږ ته په وړتیا توګه کمپیوټر را زده کوي.»

یو بل زده کوونی رحیم الله هم وايي: «زه ډېر خوشاله یم چې دلته زده کړې کوم. ټاکل شوې د کمپیوټر څلور پروګرامونه زده کړم چې په دې کې وینډوز، ورډ، ایکسل او پاورپاینټ شامل دي.»

په اوسنيو شرايطو کې چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي د وړيا زده کړو زمینه برابرول له مهمو اړتیاوو څخه  ګڼل کېږي.

 د ځوانانو په خبره، وړیا زده کړې ښه فرصت دی او باید ترې ګټه واخیستل شي.

زده کوونکی قدرت الله وايي: « دلته زده کړې وړیا دي، زه له نورو ځوانانو هم غوښتنه کوم چې راشي او زده کړې وکړي.»

زده کوونکی وحید احمد وايي: « موږ د دغه غوره ګام هرکلی او ستاینه کوو. دلته ځوانانو ته یو ښه فرصت برابر شوی او ځوانان هم باید له دې وړیا فرصت څخه ګټه واخلي. دلته د کمپیوټر اداري پروګرامونه په وړیا توګه ورښول کېږي.»

د دغو ټولګیو له پيل راهیسې، يوازې په تېر يوه کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ښوونيز مرکز کې نږدې ٨٠٠ ځوانان روزل شوي دي.

د ياد ښوونيز مرکز مسوولين وايي، ځوانانو ته يې د انګليسي ژبې، ترکي ژبې ، کمپيوټر او پریلانسینګ ټولګيو په ګډون په بېلابېلو برخو کې وړيا کورسونه جوړ کړي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست ښوونیز مرکز مسوول نذیر احمد عمري وايي: « تېر یو کال دلته په بېلابېلو برخو کې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان له روزنې وروسته فارغ شوي. په دې کې د انګلیسي ژبه، کمپيوټر، ترکي ژبې، عربي ژبې پري لاسنېنګ او ځینې نورې زده کړې شاملې دي چې د مجربو ښوونکو له خوا تدریس کېږي.»

د يادونې وړ ده چې د کندهار ښار تر څنګ د یاد ولایت په ميوند ولسوالۍ کې هم وړيا ښوونيز مرکز جوړ شوی او اوسمهال لسګونه ځوانان په کې عصري زده کړې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist