Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د وزیرانو شورا ناسته ترسره شوه

کندهار کې د وزیرانو شورا ناسته ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/23

په کندهار کې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبت الله اخندزاده پر مشرۍ د وزیرانو ناسته ترسره شوه چې په کې د هېواد پر کچه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او بحثونه شوي.

ناسته کې سیاسي کمېسیون ته د مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ دنده سپارل شوې چې کورنۍ او بهرنۍ پالیسي جوړه کړي ترڅو اړیکو کې پراختیا رامنځته شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« له ګاونډیو او نورو هېوادو سره د اړېکو د لا پراختیا او د شته ستونزو حل په اړه په موجوده وضعیت او روان سیاسي فعالیت هم بحث وشو او د رغنده پالیسيو د تطبیق لپاره د بهرنیو چارو وزیر پر سرپرستۍ د سیاسي کمېسیون غړو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ او تګ لارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه.»

افغانستان چې د ترانزیټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د ګاونډیو هېوادونو سره بیا دا ستونزه اوس هم شته، د وزیرانو په دې ناسته کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې پر بدیلو او نورو لارو غور وکړي ترڅو د ترانزیټ لپاره وکارول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د هېواد صادراتو، وارداتو او ترانزيټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي خبرې وشوې، همدا راز په راروان ژمي کې د خوراک او سون توکو د برابرولو او پر وخت رسولو په تړاو اړین تصاميم ونیول شول.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان پر سرپرست حکومت د نړیوالو بدلېدونکو دریځونو ته پام کې وايي، د کندهار ناسته مهمه ده ترڅو بهرني سیاست کې د ګډ او منلي دریځ سره په راتلونکو ناستو کې د افغانستان استازولي وشي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « زما په فکر دې وختونو کې د نړیوالو او په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې افغانستان ته پاملرنه شوې، هلته راپورونه په یوه میاشت کې جوړ شوي دي، راتولونکې غونډه هم جوړېږي او طالب چارواکي هم په دې خبر شوې چې یو څه کار روان دی، نو دا غونډه یو ښه اقدام دی او دوی باید ورته تیاری ونیسي، په بهرني سیاست کې هم باید یو څه بدلونونه راشي او له نړۍ سره د تعامل لپاره باید ځان چمتو کړي.»

 د وزیرانو ناسته کې مسوولین خلکو سره ښه چلن ته رابلل شوي او غوښتنه شوې چې چارواکي باید پر سپارل شوي مسوولیت کې ناغیړي ونه کړي.

بل خوا د افغانستان بانک مشرتابه ته دنده سپارل شوې چې د رغنده پولي سیاست د لا تقویت او ور سره تړلو ټولو برخو کې د لا ښه شفافیت په تړاو لازمې هڅې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist