Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د میروس روغتون د ځای او عصري امکاناتو له کمښت سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/13

په کندهار ولایت کې د میروس حوزوي روغتیون مسوولین وايي، د ناروغانو شمېر یې هره ورځ په اوسط ډول له ۱۲۰۰  اوړي، خو په خبره یې دا مهال په کې یوازې د ۳۵۰ بستره وړتیا لري.

که څه هم د جګړې په پای ته رسېدو سره دغه روغتون کې د جګړې د ټپيانو شمېر صفر ته راټيټ شوی، خو د روغتون د مسوولینو په خبره، د لارو په خلاصېدو سره یې، د پخوا پرتله د ناروغانو شمېر څو برابره لوړ شوی دی.

د میرویس حوزوي روغتون د جراحي څانګې مسوول ډاکټر عزیز احمد عزیز وايي:« که څه هم مخکې د جګړې د ټپيانو شمېر زیات وو،خو اوس د مراجعینو شمېر څو برابره لوړ شوی دی،ځکه له ولسوالیو سره ټولې لارې خلاصې شوې او ټول ناروغان همدلته مراجعه کوي.»

مسوولین که څه هم دغه روغتون د هېواد له لویو روغتونو څخه ګڼي،خو وايي، د ځای، تشکیل، متخصص ډاکټرانو او عصري امکاناتو کمښت یې له لویو ستونزو دي.

د میرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم وايي:« میروس روغتون د هېواد له لویو روغتونونو شمېرل کېږي، خو لا هم ځینې اړتیاوې لرو، چې باید پوره شي. عصري امکانات او ماشینري، متخصص ډاکټران او د ځای کمښت مو اړتیاوې دي.»

د کندهار تر څنګ، اروزګان، هلمند، زابل، غزني، فراه، غور، دایکنډي او نیمروز هغه ولایتونه دي، چې ناروغان یې د کندهار میروس روغتون ته راوړل کېږي.

د دغه روغتون د نسايي او ولادي برخې مشره ډاکټره فرشته یوسفزۍ وایي، له ولایتونو د راوړل شویو ښځينه ناروغانو د پایوازانو د ځای کمښت یې هم له لویو ستونزو ده.

یوسفزۍ زیاته کړه:« باید دلته د نسايي لادي ناروغانو لپاره یو جلا لوی روغتون موجود وی. زموږ د مراجعینو توقع ډېره لویه وي، خو موږ د ځای د کمښت له امله د هغوی ټولې اړتیاوې نه شو پوره کولای.»

دغه روغتون چې ۴۷ کاله وړاندې  ۱۳۵۳ هجري لمریز کال  د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار ښار کې د چین هېواد په مالي لګښت او ډیزاین جوړ شوی، دا مهال يې مالي او روغتیايي امکانات د (آی سي آر سي) یا سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې برابرېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist