Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د لبنياتو توليد يوه ستره کارخونه د تړلو له ګواښ سره مخ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/18

په کندهاز  ولایت کې د ملکو په نوم د لبنياتو د پروسس  پر کارخونه شااوخوا لس مېلونه ډالره پانګونه شوې او ۱۶ زرو کسانو ته یې د کار کولو زمينه برابره کړې ده.

د لبنياتو د توليد دغه کارخونه د ورځې زرګونه لېټره شيدي توليدوي،چې توليدات يې د سويلي حوزې ترڅنګ د هېواد ټولو ولایتونو ته استول کیږي.

تازه د یادې کارخونې مسوولین وایي،د خامو موادو د نه رسېدو او د برېښنا د نشتون له امله یې د  کارخونې زياتي توليدي برخې سقوط شوي او که وضعیت همداشان دوام وکړي،   کارخونه یې تړل کېدونکې ده.

د ملکو کارخونې ادارې مرستیال الهام حقمل وايي:«  که چېرې حالت همدا شان دوام وکړي،داسې ورځ به لرې نه وي، د نورو کارخونو ترڅنګ، چې په صنعتي پارک کې بندې دي،دا به هم بنده شي.  له دې سره کار کوونکي بېکاره کېږي. یو کارکوونکی د یوې کورنۍ استازیتوب کوي، یعنې د یوه کارکوونکي په بېکاره کېدو سره، د هغه ټوله کورنۍ بې کاره کېږي. که چیرې حالت همداشان دوام ولري، فکر نه کوم،چې دا ترخه تجربه دې موږ لرې ولرو،چې زموږ کارخونه او همدرنګه نورې کارخونې به هم بندېږي.» 

د کارخونې کورني او بهرني کارکوونکي هم روان وضعیت اندېښمن کړي،خو له چارواکو د خصوصي سکټور د ملاتړ غوښتنه کوي.

د ملکو کارخونې یو تن کارکوونکی محمد صديق وايي:«زه خپله ډېرې اقتصادي ستونزې لرم، که دا کارخونه بندیږي، نو زه بې کاره کېږم. حکومت باید له موږ سره همکاري وکړي، ترڅو کارخونې لا مخته ولاړه شي.»  

د کندهار د کانونو او صنایعو خوني مشر سيد سرور اماني هم  د صنعتی پارک د کارخونو د خامو موادو،برېښنا او د قرضو د نه ورکړې ستونزي مني،خو وايي،د ستونزي د هواري لپاره يې په ولایتي او مرکزي کچه هڅې پیل کړي دي. 

اماني زیاته کړه:« زموږ یو شمېر تولېدي کارخانه لرونکو، خپلې کارخونې کابل  او ایران  ته انتقال کړي دي. خام مواد له دې ځایه وړي او هلته یې تولېدوي او بېرته  یې راوړي. که ترانسپورټ ته یې حساب وشي، په میلیونه افغانۍ د میاشتې کېږي.  لویه ستونزه په صنعت کې د برېښنا نه شتون دی. انشاء الله ژمنې ډېرې شوي دي، چارواکي چې راغلي دي، موږ له دوی غوښتنه کړې.» 

د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۲۰۰ زياتې کارخونې شتون لري، چې ډېری يې اوس د برېښنا د نشتون  له امله تړل شوي دي.

خبریال: رازمل زمان 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist