Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د شاتو حاصلات زيات شوي خو بازار نه لري

کندهار کې د شاتو حاصلات زيات شوي خو بازار نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/30

په کندهار ولایت کې د مچيو فارم لرونکي که څه هم د شاتو پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکايت کوي، خو مني چې د تېرو کلونو پرتله د شاتو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی دی.

رفيع الله چې د شاتو لسګونه صندوقونه یې د کندهار  ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې ایښي، څو د طبيعي شاتو په تولید سره د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ وکړي.

هغه وايي، د مچيو پالل يي خوښیږي، خو د خالصو شاتو د خرڅلاو لپاره د بازار نشتوالي ناهیلی کړی او د کاروبار پر وړاندې يې لویه ننګونه ده.

هغه زیاتوي:« زما د مچیو فارم کې شاوخوا ۲۵۰ صندوقونه دي، له دې مې ډېرې خرڅې کړې هم دي. څو ځله مې ۵۰ ، ۶۰ یا ۷۰ صندوقونه خرڅ کړي هم دي. خلکو رانه اخېستي دي. د مچیو ډېر ښه کار دی، خو نن سبا زموږ کار ډېر ټکنی دی، ځکه چې  موږ په افغانستان کې بازار نه لرو. موږ چې شات وباسو، بازار ورته نه لرو.»  

يو بل فارم لرونکی عبدالرحیم شیرزی بیا د شاتو د خرڅلاو لپاره د بازار په نشتوالي نيوکه کوي او له سرپرست حکومه غوښتنه کوي، چې د دوى محصولاتو ته په هېواد کې دننه او بهر بازار موندنه وکړي

هغه زیاتوي:« ستونزې مو دا دي چې مصارف زیات دي، کرایې زیاتې دي، د خونې مصرف دی، خپله مچۍ هم ډېر مصرف لري، موږ غواړو چې ښه مارکیټ راته جوړ شي. په افغانستان کې تر اوسه پورې د شاتو مارکیټ نه شته دی. تقلبي بازار زموږ کار سخت راته خراب کړی او باید مخنیوی یې وشي.»  

د کندهار کرنې رياست د مالدارۍ امر  مولوي محمد حامد وايي، جعلي شات د روغتيا لپاره زيانمن دي او دوی هڅه کوي، چې په بازار کې د جعلي شاتو د پلور مخه ونيسي.

حامد زیاته کړه:« د کنټرول په برخه کې موږ اوس په ښار کې پلان لرو، چې کنټرول شروع کړو او تقلبي شاتو مخه ونیسو، کوم چې خلک یې په بازار کې د شاتو په نوم پلوري خو شات نه دي، هغه روغتیايي تاوان لري، د ستوني ناروغي پیدا کوي، نورې ستونزې هم جوړوي.»

د کندهار کرنې رياست د شمېرو له مخې، په ١۴٠١ کال کې ۳ زره او ۵۰۰ کيلو شات توليد شوي وو؛ خو په ١٤٠٢ کال کې د مچيو له ٧٢ فارمونو ۵۰ زره کيلو ګرامه شات توليد شوي وو، چې د تېرو کلونو په پرتله يې په کې زياتوالى راغلى دى.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist