Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د سولې په ملاتړ لاریون وشو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/18

کندهار د یوه لوی لاریون کوربه و.

کندهار کې د سولې په ملاتړ لاریون وشو

دغه لاریون چې د پنجشنبې په ورځ د کندهار د شهېدانو څلور لارې نه بيا تر احمدشاهي لوبغالي پورې د سولې د هڅو په ملاتړ وشو، په‌کې د کندهار سلګونو اوسېدونکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو په کې ګډون کړی و، د جګړې له ښکېلو لوریو د اوربند غوښتنه وشوه.

کندهار کې د سولې لپاره لاریونوالو پر حکومت غږ وکړ، چې د سولې پر وړاندې کورني خنډونه لري کړي.

دغه لاريون چې د کندهار سلګونو اوسېدونکو پکې ګډون کړی وو، د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه وکړه، چې لومړی دې پر اوربند فکر وشي او وروسته دې د سولې د شرطونو بحث او کار پیل شي.

لاريون د کندهار د سولې د ولایتې دفتر له لوري تنظیم شوی و. 

لاريون کې ځوانانو، مېرمنو، قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړی و.

هغوی هم د سولې له روانو هڅو د ملاتړ ترڅنګ دوحه کې کېدونکې بېن الافغاني خبرو ته هيله مندي وښوده.

د کندهار اوسېدونکي داسې مهال د سولې د هڅو په ملاتړ لاریون کوي، چې د قطر غونډي ته د تلوونکي پلاوي سفر هم د ځینو دلايلو له امله ځنډول شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist