Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د داعش د جلب او جذب مسوول ونیول شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/11

ملي امنیت ځواکونو په کندهار کې د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول نیولی دی.

کندهار کې د داعش د جلب او جذب عمومي مسوول نيول شوى دى.

د چارواکو په خبره، دغه کس په کنړ کې د داعش د سل کسیزې ډلې مشري لرله او اوس کندهار کې داعش ډلې ته د ځوانانو د جلب او جذب په موخه راغلی و.

چارواکي د هغو شلو وسله والو د نيول کېدو خبر هم ورکوي، چې د ۱۰زره افغانیو په بدل کې یې هدفي وژنې کولې.

دا لومړی ځل دی، چې په کندهار کې داعش ډلې ته د جلب او جذب فعالیتونو خبر ورکول کېږي.

د کندهار چارواکي وايي، د ملي امنیت له لورې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول، چې عبدالسلام نومېږي نيول شوی دی.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، دغه کس په کونړ کې د داعش وسله والو د سل کسیزې ډلې مشر و، چې تازه په کندهار کې د ځوانانو د جلب او جذب لپاره ټاکل شوی و.

چارواکي د هغې شل کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر هم ورکوي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې یې په جګړو او چاودنو کې لاس درلود.

د کندهار د ملي امنیت رییس وايي، په یادو نيول شویو کسانو کې یو شمېر داسې کسان هم شته، چې د ۱۰ زره افغانیو په بدل کې به یې هدفي وژنې کولې.

دغه کسان په داسې حال کې نيول کېږي، چې په کندهار ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

د معلوماتو له مخې په کندهار ښار کې هره ورځ په اوسط ډول یو کس په هدفي برید کې وژل کيږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist