Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د بار وړونکو موټرو لپاره لوی ټرمینل جوړیږي

کندهار کې د بار وړونکو موټرو لپاره لوی ټرمینل جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

د ټرانسپورټ وزارت له یوه خصوصي شرکت سره په ګډه کندهار کې د ۵۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو لپاره  د معیاري ټرمینل جوړولو کارونه پيل شول.

مسوولین وايي، دا ټرمینل به په ۵۸۲ جریبه ځمکه کې جوړ شي چې له ۵۰۰۰ زیاتو بار وړونکو موټرو د ځای پر ځای کولو ظرفیت به لري او په راتلونکو درېیو کالو کې به يي کارونه بشپړ شي.

د کندهار ټرانسپورټ ریاست مرستیال عصمت الله عاصم وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هلو ځلو او وړاندیز په اساس دا ۵۸۲ جریبه ځمکه ټرانسپورټ وزارت ته انتقال شوه او پرمخ به یې باربري ټرمینل جوړېږي. په دې سره به د ښار ګڼه ګوڼه کمه او بار وړونکو موټرو ته به ښه معیاري تم ځای هم جوړ شي.»

د پروژې انجینر ذبیح الله رحیمي وايي: « په دې پروژه کې مسجد، اداري خونې، موټر شويي، ورکشاپ، دوکانونه، مستري خانې، اطفایه، د موټر چلوونکو لپاره شپه غالی، رسټورانټ او سړې خونې شامل دي.»

دا ټرمینل په دامان ولسوالۍ کې جوړېږي او د بار وړونکو موټرو چلوونکي یې د خپل کار په برخه کې مهم بولي.
د کندهار بار وړونکو موټرونو اتحادیې مسوولین وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بار وړونکو موټرو تګ راتګ اسانه شي او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د کندهار بار وړونکو موټرواتحادیي مسوول نثار احمد فیضي وايي: « د دې ټرمینل په جوړېدو سره به باربري موټر د ښار له بیروبار څخه خلاص شي او دوی ته به هر ډول خدمات وړاندې کېږي. اوسنی ځای تنګ دی، خدمات نه لري او په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي.»

په ورته مهال، د کندهار ښار اوسېدونکي د ټرمینل  جوړولو کار له پیل هرکلی کوي او د ښار د نظم راوستلو او د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو لپاره د نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

د کندهار اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي: « دا ټرمینل به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، ځکه د اوسني کمیسیون ځای ډېر بیروبار دی او اکثریت وخت د بولدک سړک له همدې امله بند وي. په دې سره به د خلکو لپاره هم د کاروبار ځای جوړ شي.»

د کندهار اوسېدونکی زین الله وايي: « زموږ ډرېوران ډېر په تکلیف دي، په دې سره به دوی هم هوسا شي، د ښار ګڼه ګوڼه به کمه شي او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.»

د کندهار د ټرانسپورټ ریاست د مسوولینو په وینا، دوی اوس مهال د کندهار ښار په ختیځ او لوېدیځ کې د کابل او هرات د مسافر وړونکو موټرونو د ټرمینلونو جوړولو ترڅنګ،  په مختلفو سکټورونو کې ۱۴ نورې پروژې هم تر کار لاندې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist