Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار ښاروالۍ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي ديوالونو جوړولو پروژه پیل کړه

کندهار ښاروالۍ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي ديوالونو جوړولو پروژه پیل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/12

کندهار ښاروالۍ د ښار په مختلفو ناحيو کې د استنادي دېوالونو جوړولو د پروژې چارې پیل کړې.

په دې پروژه کې به ۵ زره مترمکعبه سنګ کاري وشي چې په کې کانالونه، ويالې او خوړونه  شامل دي او په اساسي او معياري شکل به ورغول شي.

مسوولین وايي، پر دې پروژه شاوخوا ۱۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې په تطبيق کولو سره به یې خلک د سېلابونو له خطرونو،  د ولاړو اوبو له بدبويي او چټليو خوندي شي او د تګ او راتګ په وخت کې به ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي: « په دې پروژه کې به د ښار په مختلفو ناحیو کې هغه ماندونه، کانالونه او لښتي په اساسي توګه ورغول شي چې زموږ عام هېوادوال د بارانونو پرمهال د سېلابونو له خطر سره مخامخوي. په دې پروژه کې به د خلکو د غوښتنو په اساس ویالې، لښتي او کانالونه په اساسي ډول ورغوي. د استنادي دېوالونو دغه پروژه چې تقریبا ً ۵ زره مترمکعبه سنګ کاري کېږي، د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت به یې رغنیزې چارې په ۴ میاشتو کې پای ته ورسېږي.»

د ښار اوسېدونکي د دې پروژې په پیل کېدو سره خوښ دي او وایي، دا ډول کارونه نه یوازې د چاپېریال د پاکوالي لامل کېږي بلکې د بارانونو او سېلابونو پر وړاندې هم د دوی سیمې خوندي کوي.

د کندهار اوسېدونکی ولي احمد وايي: « هرځل چې باران وشي، دلته زموږ کورونو ته اوبه راځي او موږ مجبورېږو چې خپل کورونه پرېږدو، نو اوس ډېر خوشاله یو چې دا پروژه پيل شوه.»

د کندهار ښار اوسېدونکی عبدالله وايي: « دوه ځله زما پر کور اوبه رااوښتې دي او زېر خانې مو له اوبو ډکې شوې وې، همدارنګه سړکونه او لارې یې خرابولې. اوس چې دا ویاله جوړېږي، موږ ډېره ورته خوشاله یو.»

په ياده پروژه کې به هره ورځ ۴۰ مسلکي او غیر مسلکي  کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي او ټولې ساختماني چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

په یاده پروژه کې بوخت کارکوونکي که څه هم د دې پروژې د دوام او ډېرېدو غوښتنه کوي، خو د لنډمهال لپاره يې د روزګار په توګه مهمه ګڼي.

د کندهار ښاروالۍ د کانالیزاسیون انجینر مطیع الله وايي: « د دې پروژې موخه له کندهار ښار د سېلابي اوبو ایستل، د کورونو د ککړو اوبو ایستل او دغه راز د ښار د فاضلابو ایستل ده.»

یو تن کارکوونکی اختر محمد وايي: « ماته دلته د کار زمینه برابره ده او له دې امله ډېر خوشاله یم. بله خبره دا ده چې دا څو کلي له دې اوبو ډېر په تکلیف وو؛ اوس به هم له کلي اوبه بندې شي او هم به خلک په کار شي.»

په کندهار ښار کې هر کال د بارانونو پر مهال د کانالونو او خوړونو د بندېدو له امله زیات زیانونه اوړي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

د کندهار ښاروالۍ مسوولینو په خبره، د دې پروژې په تطبیق سره به راتلونکي ژمي کې دا ستونزه تر ډېره حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist