Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/27

د کندهار ښاروالۍ د بې کارۍ د کمولو او د شپي مهال بازاري خدماتو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتولو په موخه، د ۲۴ ساعته بازار د جوړولو پر پلان کار پیل کړی.

د ښاروالۍ چارواکي وايي، له دې کار څخه موخه یو شمیر وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابرونه ده.

د کندهار ښاروالۍ مسوولینو په خبره، د دې بازار په پرانیستلو سره به ښاري خدمات په پراخه او اغیزمن کچه خلکو ته وړاندې شي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي: « کندهار ښاروالي غواړي په کندهار ښار کې یو داسې بازار رامنځته کړي چې د ورځې ترڅنګ د شپې له مخې هم خلاص وي. دا بازار به ۲۴ ساعته خلاص وي او په کې به ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دې بازار له جوړولو مو یوه موخه دا ده چې د شپې له مخې به ډېرو ځوانانو ته د کار فرصت برابر شي او ښاریانو ته به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.»

د کندهار اوسېدونکي هم د ښاروالۍ د ۲۴ ساعته بازار جوړېدو له پلان هرکلی کوي او دا د بې کارۍ کمولو، خلکو ته د خدماتو رسولو او توکو ته د لاسرسي لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

د کندهار ښاریان په نورو سکټورونو کې هم د دې ډول پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محب الله وايي: « ښاروالۍ په دې اړه ډېر ښه اقدام کړی او موږ تمه لرو چې داسې نور ښه ګامونه هم پورته کړي. په ښار کې ډېر داسې ځوانان شته چې وزګار دي او د کار زمینه نه ده ورته برابره شوې. که د شپې د بازارونو ترتیب جوړ شي، یو به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او بل به هغو کسانو ته هم سهولت برابر شي چې د ورځې له مخې بازار ته لاسرسی نه لري.»

د کندهار اوسېدونکی جان محمد وايي: « دا کار ډېر زیات اهمیت لري او ورسره به اقتصاد هم ښه شي، خلک به په کار اخته شي، کاروبار به پر مخ لاړ شي او خلک به توکو ته لاسرسی پیدا کړي.»

د اقتصادي کارپوهانو په وینا، په کندهار کې د ۲۴ ساعته بازار جوړول د ښار پر اقتصادي وده مثبت اغېز کولی شي او دا پلان به نه یوازې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي، بلکې د کورني تولید په وده او په بازار کې د سیالۍ په پیاوړتیا کې به هم مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه امید الله قاسم زی وايي: « د شپنیو بازارانو جوړول له یوې خوا کولی شي په بازارونو کې نوښت او تنوع راولي او له بلې خوا کېدای شي د افغانستان داخلي تولیدات په دې بازارانو کې نندارې ته وړاندې شي او دغه راز خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. که چېرې دغه بازارونه په سمه توګه مدیریت شي، اړتیا ده چې په لومړي سره کې د افغانستان خپل توکي په کې وپلورل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کاري فرصتونو نه شتوالي او اقتصادي ستونزو ډېری ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. اوس تمه ده چې ۲۴ ساعته بازار يي د کارموندنې او د ژوند د ښه والي لپاره د یوه فرصت په توګه وګڼل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist