Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار ټولګټو چارو ریاست:د ویجاړ شوو پلونو او پلچکونو جوړولو چارې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/13

د کندهار ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تیرو جګړو پر مهال د ویجاړو شوو پلچکونو او پلونو د بیارغونې چارې روانې دي او په ځینو برخو کي د ویجاړو شوو پلونو او لارو رغېدو چارې بشپړې شوې دي.

د یاد ریاست مشر نعمت الله سراجي وايي،د پلچکونو تر څنګ د ارغنداب ولسوالۍ د یوه لوی پله او کندهار- هرات لويي لارې د ویجاړو شوو ځایونو او پر دغه لار د ویجاړو شوو پلچکونو کار هم روان دی.

سراجي زیاته کړه:«نږدې ۳۰۰ پلچکونه په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي ول، په لومړي پړاو کې مو  د ۱۰۳ پلچکونو د جوړولو پلان عملي کړی او راتلونکي کې به نور ویجاړ شوي پلچکونه هم ورغول شي.»

د کندهار- هرات پر لویه لار هر ورځ زرګونه موټرونه تګ راتګ کوي،چې د ویجاړو شوو ځایونو له امله موټر چلونکي د سختو ستونزو سره مخ دي.

موټر چلونکي د لارې جوړیدو ته خوشحاله دي،خو غوښتنه کوي،چې نور دي د درانه وزن موټرونو مخنیوی دي وشي.

موټر چلوونکی اسداالله وايي:« موږ ډېر خوشاله یو،چې دغه ویجاړ شوي پلچکونه او خراب شوي سړکونه بیا له سره جوړېږي، اوس به  پر دغو لارو ترافيکي پېښې هم کمې شي.»

د کابل – کندهار او کندهار- هرات لویه لاره د جګړو له امله زیاته ویجاړه شوې،چې له امله په تیرو کلونو پر دغه لار زیات ټکرونو رامنځته شوي او سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist