Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار: وسله والو کسانو مدني فعاله او د هغې د کورنۍ غړي وهلي دي

admin by admin
2021/09/12

ډاکټر فهیمه رحمتي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د «هیله خیریه بنسټ» له لارې د کندهار له سلګونو کورنیو سره مرستې کړي دي وايي، تېره شپه طالبان د هغې کور ته ورغلي، له دې او د دې د کورنۍ له غړو سره یې تشدد کړی دی.

هغه له پېښې وروسته له خپل فېسبوک څخه په ژوندۍ بڼه را څرګنده شوه، په چیغو چیغو یې ژړل او ویې ویل، چې طالبانو د دې د ورور د بېولو هڅه کوله خو دې او د کورنۍ نورو غړو یې مخنیوی کړی دی.

ډاکټر فهیم رحمتي زیاتوي، چې طالبانو د دې په ګډون د دې د کورنۍ ښځینه غړي او ماشومان وهلي او له دوی یې ټلیفونونه اخیستي دي.

هغه د ژړا په حال کې وايي: ((ولې وحشت خپروئ؟ ایا حکومت داسې کېږي؟ ولې مو له وطن څخه فرار ته مجبوروئ، ایا د اسلام دین د داسې کړنو اجازه درکوي؟ ما ته د درېیو هېوادونو له خوا د کډوالۍ بلنه راغله، خو و مې نه منله، ما ویل چې وطن ما ته اړتیا لري))

هغه زیاتوي، طالبان په داسې حال کې په نیمه شپه د دې کور ته ور اوړي، چې نه د دولت کارکوونکې ده او نه یې په کور کې وسله لرله، بلکې د یوه خیریه بنسټ د مسوولې په توګه یې تل د طالبانو د کورنیو په ګډون د بې وزلو وګړو لاسنیوی کړی دی.

ډاکټر فهیمه رحمتي، چې د یوه خیریه بنسټ مشره ده د کندهار د وروستیو جګړو پر مهال یې نه یوازې سلګونو بې ځایه شوو کورنیو ته مرستې راټولې کړې، بلکې د سلګونو ناروغانو وړیا درملنه یې وکړه.

دا زیاتوي له دې هر څه سربېره نن دغه بد حالت سره مخامخ ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist