Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار هوايي ډګر کې د الوتکو تم ځای جوړولو پروژه بشپړه شوه

کندهار هوايي ډګر کې د الوتکو تم ځای جوړولو پروژه بشپړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/21

د کندهاراحمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د الوتکو تم ځای جوړولو پروژې چارې د یوه کال په موده کې د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوه.

یاده پروژه د مسافر وړونکو الوتکو د ښه مدیریت او مسافرو ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د یوه خصوصي شرکت له خوا پلې شوې ده.

د پروژې مدیر میرزا اغا وايي: « دا د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې د رمپ پروژه ده چې د ټرانسپورټ وزارت په ۱۰۳ میلیونه افغانیو بودیجې بشپړه شوه. دا پروژه ترمینل ته نږدې ده او له دې وروسته ۴ الوتکې کولی شي په کې ودرېږي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین د یادې پروژې پرانیستلو پرمهال وايي، هڅه کوي د هېواد ټولو هوایي ډګرونو کې په بېلابېلو برخو کې نورې پروژې هم پلې کړي. د دوی په خبره، دا مهال د کندهار هوایي ډګر کې د یوه نوي ټرمینل جوړولو په ګډون، یو شمیر نورې پروژې هم د تطبیق په حال کې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د پروژو پلي کولو انجینرهدایت الله امید وايي: « د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي دا ډول نورې پروژې هم په هوايي ډګرونو کې پلې کړي. دا مهال په څو هوايي ډګرونو کې پروژې تر کار لاندې دي. د کندهار هوايي ډګر لپاره د یوه معیاري ټرمینل جوړول په پام کې نیول شوی چې اوس په تدارکاتي پړاو کې دی.»

په همدې حال کې، د کندهار نړیوال هوايي ډګر یوشمېر مسافر د دې ګام هرکلی کوي او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

د کندهار اوسېدونکی ډاکټرمنیراحمدصدیقي وايي: « زه ډېر وخت په سفر کې وم، خو نن چې راغلم د کندهار هوايي ډګر مې په بله بڼه ولید. کندهار هوايي ډګر ته ډېر بهرنۍ الوتنې هم راځي او که دوی دا ډول سهولتونه وویني، دا کولی شي زموږ د هېواد اقتصاد ته ګټه ورسوي.»

د کندهار اوسېدونکی احمدشاه وايي: « ډېر خوښ یم چې نوی تم ځای پرانستل شو. له دې وړاندې به خلک د بس موټر په وسیله تر الوتکې رسول کېدل او دا حالت د ناروغانو لپاره ډېر تکلیف و، خو اوس ډېر ښه شو چې الوتکه ټرمینل ته نږدې درېږي او خلک ور پورته کېږي.»

د یادونې وړده چې دامهال د ټرانسپورټ اوهوایي چلند وزارت له لوري په ټول هېواد کې له۸۰ څخه زیاتې بېلابېلې پروژې د تطبیق په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist