Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/08

د کندهار ښوراندم سیمې اړوند صنعتي پارک کې دا مهال له ۳۰۰ زیاتې فابریکې او کارځایونه فعالیت کوي.

په دې صنعتي پارک کې له دې وړاندې د اور وژنې خدمات نه وو مګر اوس د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې یا اطفايې ریاست  له خوا د اته میلیونه افغانیو په لګښت یوه  ودانۍ او د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت، د اور وژنې یو عراده عصري موټر چمتو او ګټه اخستلو ته سپارل شوي دي.

د اطفايې ریاست مسوولینو د دې مرکز  د پرانستنې پرمهال ویلي چې چې د اسلامي امارات له راتګ وروسته يې د هېواد په مهمو سیمو کې د اطفایې۴۰ نوي مرکزونه جوړ کړي چې او ورسره د ټول هېواد په کچه د اور وژنې ۱۲۵ معیاري مرکزونه فعال شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د اطفایې رییس حافظ نورالله انصار وايي: « زموږ فعالیتونه پخوا ۴۰ سلنه وو، خو اوس سل په سلو کې فعالیت او پوره چمتوالی لرو. همدارنګه د دې مرکز د لا تجهیزولو، نورو اور وژونکو وسایطو او وسایلو اخستلو لپاره هم هڅې روانې دي، ترڅو دا مرکز لا تجهیز او تکمیل شي.»

په همدې حال کې د کندهار صنعت کاران اود  خصوصي سکټور پانګوال د حکومت له دې اقدام هرکلی کوي او زیاتوي چې تردې مخکې د اور وژنې ټیم نه لرلو له امله، میلیونونه ډالر مالي زیانونه اوښتي دي.

صنعتکار بسم الل وايي: « کله چې په دې صنعتي پارک کې اور لګېدنه رامنځته کېده او موږ به یې د مړه کولو لپاره له ښار څخه اطفایه راغوښته، تر هغو به چې دوی را رسېدل، زموږ مالونه به وسوځېدل. اوس موږ ډېر خوښ یو چې د پارک په داخل کې دا خدمات پيل شول.»

صنعتکار محمد داوود وايي: « دلته پر هره کارخونه میلیونونه ډالر پانګونه شوې، که چېرې خدای مه کړه بیا ځل اور لګېدنه رامنځته کېږي، ښه خبره دا ده چې اطفایه موږ ته نږدې ده او موږ کولی شو د دوی په مرسته اور ژر ترژره مهار کړو.»

د یادونې وړ ده چې د کندهار صنعتي پارک کې تر دې مخکي د اور وژنې مرکز فعالیت نه درلود او وخت نا وخت د اور لګېدنو پرمهال فابریکه لرونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتل.

صنعتکاران ډاډه دي چې د پارک په داخل کې د اور وژنې مرکز په فعالېدو سره به، له دې وروسته اورلکېدنې ژر مهار او د زیانونو مخنیوی وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist