Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار او لغمان کې هوايي بریدونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

admin by admin
2020/09/07

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۲۵ طالبان وژل شوي دي.

سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیا علوي وايي، تېره شپه سلګونه وسله والو پلان درلود چې د شاه ولیکوټ ولسوالي د ” لوی کارېز” سيمه کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه وکړي.

د علوي په خبره، د دوی ځواکونو د دغه پلان شنډ کړی او پر وړاندې يې د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵ طالبان وژل شوي او د هغوی یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

له دې سره د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د هوایې برید له امله د لیزري سلاح درلودونکو په شمول ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

والي ویاند اسد الله دولت زی وایي،تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ جیبون سیمه کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوسته ډلیز برید وکړ چې د دوی برید په شاه وتمبول شو او پرمهال یې د هوایې برید په پایله کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي.

دولت زی وایې په وژل شویو کې ۵ تنه د لیزري سلاح کاروونکي وو.

د دولت زي په خبره په سیمه کې د وسله والو جسدونه پراته دي او له دوی څخه درنې او سپکې وسلې هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي.

وسله والو طالبانو تراوسه دې راپورونو په تړاو رسینو ته څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist