Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېملین: پوتین به له رحمان سره لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې ولري

کرېملین: پوتین به له رحمان سره لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

کرېملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د روانې اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه تاجیکستان ته په سفر ځي او هلته به د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې وکړي.

په تاجیکستان کې د روسیې سفیر ویلي، په دې لیدنه کې به د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.

هغه د تاجیکستان له یوې محلي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان مسئله د مسکو او دوشنبې لپاره ډېره مهمه ده.

په تاجیکستان کې د روسیې سفیر سمیون ګریګوریف زیاته کړې: « موږ د افغانستان په اړه له تاجیکستان سره همغږۍ ته ډېر ارزښت ورکوو. دا همغږي که په دوه اړخیز ډول وي او یا د شانګهای سازمان د غونډې په چوکاټ کې؛ د روسیې او تاجیکستان امنیتي ادارې خپل منځ کې ډېرې نژدې اړیکې لري.»

د چارو څارونکي بیا تاجdکستان ته د پوتین سفر مهم بولي او وایي، په سیمه کې روان وضعیت له هر اړخه حساس دی او ښایي په دې چارو هم مخامخ اغیز ولري.

د دوی په خبره، ښایي د پوتین سفر د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې هم نرمې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « امکان لري چې پوتین د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ یوه نوې سیاسي روغه جوړه وکړي او دا به د دواړو ولسونو په ګټه وي. په ټوله کې باید ووایم چې سیمې ته د پوتین سفر ګټور دی او ښايي د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ نویو اړیکو ته لاره پرانیزي.»

په تاجیکستان کې د روسیې سفیر همدارنګه ویلي، د روسیې او تاجیکستان دفاع وزارتونه په دې هېواد کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د ظرفیت لوړولو او د دې هېواد د وسله ‌والو ځواکونو د عصري کولو او سنبالولو په اړه هم بحث کوي.

د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه په تاجیکستان کې د روسیې تر ټولو لویه بهرنۍ پوځي اډه بلل کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا ډول لیده کاته چې په اوس وخت کې یې ولاديمیر پوتین له تاجيک ولسمشر سره کوي، کېدای شي په ترڅ کې یې تاجیکستان او د منځنۍ آسیا نور هېوادونه د افغانستان رسمیت پېژندلو ته وهڅوي، ترڅو له دې لارې خپله سیاسي موضع ګیري په سیمه کې پراخه کړي او له افغانستان سره اړیکې نورې هم ښې کړي.»

د چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « دا چې پوتین تاجیکستان ته ځي او هلته د دې هېواد له ولسمشر سره ګوري، ښايي د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي او د تاجیکستان ولسمشر ته مشوره ورکړي چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.»

د یادولو ده چې روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د افغانستان اوسنی حکومت یې په رسمیت پېژندلی او دا هېواد له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې نورو هېوادونه هم وهڅوي چې له افغانستان سره تعامل ته را وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist