Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کریمي: له ملګرو ملتونو غواړو د افغانستان څوکۍ د افغانانو استازي ته وسپاري

کریمي: له ملګرو ملتونو غواړو د افغانستان څوکۍ د افغانانو استازي ته وسپاري

admin by admin
2023/03/16

شااوخوا یو نیم کال کیږي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ لاهم د هغه حکومت استازی ناست دی چې واک ته د اسلامي‌امارت رسیدو سره وپاشل او له منځه تللی دی .

د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د نړیوالو اصولو او معیارونو په اساس باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ  د افغانانو ریښتیني استازي ته وسپارل شي، چې له نړۍ سره د افغانستان غوښتنې او دریځ له هماغه سټيجه مطرح کړي.

کریمي وايي، تراوسه پورې دغه څوکۍ اسلامي امارت ته نه ده سپارل شوې، چې  دا کار له افغانانو سره د نړیوالو بې انصافي ده.

هغه زیاته کړې:« واقعیت دادی، چې په ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ د افغانستان واقعي استازي  ته باید وسپارل شي، دا چې تراوسه پورې دا کار نه دی شوی، دا بې انصافي ده او له ټولو معیارونو او اصولو سره په تضاد کې ده او افغانستان اوس په ملګرو ملتونو کې استازی نه لري زموږ هېله مندي داده، چې دافغانستان دغه حق د افغانستان خلکو واقعي استازي ته وسپارل شي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو د جوړښت له مخې هر هېواد حق لري، چې په دغه نړیوال سازمان کې مستقل استازی ولري.

دوی وايي، اوس په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان غږ خاموشه دی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د هغه چا په لاس کې ده، چې نه یوازې د افغانانو استازیتوب نه شي کولی، بلکې د یوې ځانګړې ډلې لپاره کار کوي.

د سیاسي چارو کاپوه  قریب الرحمان شهاب وايي:« د ملګرو ملتونو د رامنځ ته کیدو د فلسفې له مخې، هرهېواد حق لري چې هلته نماینده ګي او مستقل استازی ولري، دا په ځينو موارد کې افغانستان ته زیان رسوي او تاوان یې دادی، چې هلته افغانان مستقیم غږ نه لري، ډېر کله اتهامونه واردیږي او پوښتنې کیږي، هغې ځواب نه يي او اوسنۍ استازولي یې نماینده ګي نه شي کولی، د یوه بانډ او ډلې استازی دی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورسره ده.»

ځو ځينې نور بیا وايي، غوښتنه یې دا ده، چې نړیوال باید د ملګرو ملتونو د منشور او شته قوانینو په اساس د افغانستان څوکۍ اوسني نظام ته وسپاري او دا د افغانانو حق دی، چې په نړیواله کچه یې په مستقیمه توګه غږ پورته شي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د نړیوالو قوانینو، مقرراتو او د ملګرو ملتونو د منشور تر سیوري لاندې  دغه څوکۍ باید دافغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي.»

د سیاسي چارو فعال کمال ناصر اصولي بیا په دې باور دی، چې په تیر یوه کال کې هغه څه ترسره نه شول، چې نړۍ پرقانع شي .

هغه وايي، غوښتنه  یې داده، چې باید د خپلو نړیوالو حقوقو ترلاسه کولو لپاره له نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ سره مشترکه ژبه پیدا شي.

هغه زیاته کړه:« موږ تېر یوه کال کې په نړیوال سټیج کې کې ناکامه وو، په نړیوال سټیج کې د افغانستان غږ نه وو. بنآ باید له نړیوالو سره مشترکه ژبه پیدا کړو او له اسلامي نړۍ سره مشترکه ژبه پیدا کړو.»

دمګړۍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ نصیراحمد فایق ناست دی او ځان د افغانستان رسمي استازی ګڼي.

کارپوهان په دې باور دي، که چیرې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اوسني نظام ته وسپارل شي، نه یوازې دا چې له دې سره به د افغانستان حکومت دریځ نړۍ سره په مستقیم ډول مطرح شي، بلکې له رسمیت پیژندنې سره به هم مرسته وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist