Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي: فیض الله جلال د نظام تخریب او پر وړاندې یې د خلکو پارونې په تور نیول شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/10

 د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، جلال د نظام تخریب او او پر وړاندې یې د خلکو پارولو په تور نیول شوي او د استخبارتو ترڅیړنو لاندې دی.

کریمي زیاتوي:« د جلال به نوم چې کوم متعصب کس نیول شوی دی،د نظام پر ضد  دتخریب پر جرم چې د نظام د تخریب لپاره یې خلک پارول او همدا راز د خلکو عزت د پای مالولو په جرم استخباراتو نیولی دی، ترڅو پوښتنې ترې وشي او دی ځواب ورکړي.» 

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی فیض الله جلال وروسته له هغې ونیول شو،چې د هغه په نوم په یوه ټویټر پاڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو پاروونکې څرګندونې وشوې.

جلال پر خپله ټویټرپاڼه  لیکلي، د ډیورنډ کرښه  چې د پښتنو رهبرانو له لوري په مکرر ډول لاسلیک شوې،د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او د نړۍ دغې پیژندل شوې پولې ته زموږ دهېواد خلک درناوی لري .

په ورته مهال د اسلامي امارت د رسنیو د مرکز مشر قاري یوسف احمدي ویلي،فیض جلال او یا بل هرهغه څوک،چې له اوسني نظام سره کینه ښي،خلک د یو بل پروړاندې را پاروي او د شرعي او اسلامي نظام پر وړاندې ورته تلقین ورکوي،هېڅ کله یې تحلیل کوونکی نه شو بللی او دا د استاد له  نوم نه په ګټې اخیستنې سره د پردیو ګټو لپاره شوم او  طرحه شوي افغانستان ضده پلانونه عملي کوي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د جلال په نوم یو متعصب انسان د خپلو هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی دی،چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام پر ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې. 

دافغانستان یو پخواني دیپلومات عزیز معارج لیکلي،ملي خیانت او ملي جرم څه ته ویل کیږي ؟ هېواد او خاوره پنجاب ته ډالۍ کوي ایا ګرفتار نه شي.

یوشمیر نور بیا د فیض الله جلال د خوشې کېدو غوښتنه کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي،چې جلال خوشې کړي .

په ورته مهال دفیض الله جلال د خوشې کیدو لپاره په کابل کې یو شمیر ښځو لاریون هم کړی او د جلال د ازادیدو شعارونه یې ورکول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist