Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډیکر : مير رحمان رحماني او د هغه زوی افغانستان او امریکا دواړه لوټلي

کرن ډېکر: پر سرپرست حکومت د لګېدلو بندیزونو پایلې ناوړه دي  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/01

  د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر له نیو هیومنېټيرین خپرونې سره په مرکه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د امریکا د سیاست او رسمیت پېژندنې څرنګوالي په تړاو خبرې کړي دي.

ډېکر ویلي، امریکا د افغانانو بشري او ناسم وضعیت ته په کتو چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د نړۍ بندیزونه او نه رسمیت پېژندنه د دې حالت اصلي فکټور ګڼل کېږي، امریکا په داسې حالت کې درلولې چې د وضعیت د لاخرابوالي څخه د مخنیوي لپاره باید خپله د نه رسمیت پېژندنې پالېسي په پوره دقت سره وڅېړي.

نوموړې زياتوي، چې د دې کار لپاره امریکا یو ظریف توازن ته اړتیا لري.

کرن ډېکر وايي: « واشنګټن اوس په داسې یوه حالت کې دی، چې باید د نه رسمیت پېژندنې پالېسۍ په پوره دقت او ځېرکتیا مدیریت کړي، چې یو ظریف توازن ته اړتیا لري.»

دې خپرونې دغه راز لیکلي، چې ملګرو ملتونو، نړیوالو غیردولتي ادارو او دغه راز امریکا تېر کال دې باور ته رسېدلي، چې پر سرپرست حکومت د بندیزونو او محدودیتونو وضع کول د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته هېڅ ګټه نه شي رسولی، بلکې دغه محدودیتونه کولی شي روان وضعیت لاپسې پېچلی کړي.

نوموړې د انزوا کړنلاره او سیاست ویجاړوونکی بللی، چې په خبره يې د عامو افغانانو او سیمې لپاره ناوړه پایلې لرلی شي.

هغې زیاته کړې: « امریکا اوس په دې پوه شوې، چې د انزوا او ګوښه کولو پایلې ویجاړوونکې دي. دا د افغانانو لپاره هم ویجاړوونکې دي او د سیمې لپاره هم.»

دې نشريې د یوې غیردولتي ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله، چې نوم یې د موضوع د حساسیت له کبله نه دی ذکر شوی ویلي، چې تعامل اړین دی او دوی د داسې حل لارې په لټه کې دي، چې له مخې یې متوازن تعامل رامنځته، خو ورسره د اصولو پر سر هم معامله ونه شي.

کرن ډېکر د نړیوالو ادارو په چوکاټ کې له افغانانو سره د امریکا د بشري مرستو رسونې لړۍ اغېزناکه او مثبته بللې، هغه مرستې چې په وینا يې په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو په تړاو یې نړیوالې اندېښنې راکمې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د نړیوالو اعلامیو او حرکاتو ته چې ګورو، په دې پوهېږو چې دوی حاضر دي له طالبانو سره  تعامل وکړي او دا یې درک کړې چې د اسلامي امارت طالبان اوس په دې خاورې حاکم دي او دا اړتیا هم ده چې ګاونډي هېوادونه د خپل ټرانزیټ، سوداګرۍ، راکړې‌ورکړې او د خپل امنیت لپاره باید ډاډ ترلاسه کړي؛ نو په ټوله کې دوی یو لړ شرایط وړاندې کړي او په همدې شرایطو اوس دوی بند پاتې دي، که لاس ترې اخلي هم نه کېږي، دغه شرایط د افغانستان د ملت غوښتنې هم دي، لکه د نجونو ښوونځي، د ښځو کار، اساسي قانون جوړول، په ادارو کې مسلکي، باتجربه او پاکو کسانو ته ځای ورکول چې اسلامي امارت هم باید په دې برخه کې یو څه اصلاحات راولي.»

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره داسې مهال له افغان حکومت سره د امریکا د تعامل پر څرنګوالي خبرې کوي، چې واک ته د اسلامي امارت له نږدې درېیو کلونو وروسته لاهم امریکا او د نړۍ هېڅ هېواد  اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او دغه مساله یې د شرایطو له پوره کېدو سره تړلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist